Nov 29, 2021 16:01 Asia/Kabul
  • د ګېسو د سوېپ درې اړخيزې معاهدې لاسليکېدنه

په عشق آباد کښې د اقتصادي ملګرتيا د تنظيم اېکو د لسو غړيو هېوادونو سرمشريزه غونډه د کېسپيئن سمندر د څنډې د پينځو هېوادونو له سرمشريزې غونډې سره په يو وخت جوړه شوه.

په دغه ګډه غونډه کښې چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي په شتون سره ترسره شوه د انرجۍ، تجارت، ټرانسپورټ او ټرانزېټ په برخو کښې يو لړ مهمې  لاسته راوړنې رامنځته شوې دي. په همدې  وجه کارپېژاندي د عشق آباد غونډه له تېرودېرشو کلونو زياته موده کښې د اېکو د اقتصادي تنظيم له ټولو ډېرو مهمو غونډو څخه بولي. د عشق آباد د غونډې په دوران کښې لاسليک شوې يو ډېر مهم موافقه ليک د ايران د اسلامي جمهوريت له لارې آذربائيجان ته د ترکمنستان د ګېسو د سوېپ نومې درې اړخيزه معاهدې لاسليکېدل دي. په دغه مهم سند کښې چې د ترکمنستان په پائتخت عشق آباد کښې د اېکو اقتصادي ملګرتيا د تنظيم د سرمشريزې غونډې ترڅنګه او د ايران، آذربائيجان جمهوريت او ترکمنستان د سرمشرانو په شتون سره لاسليک شو وټاکل شوه چې هر کال به له يونيم نه تر دوو مليارډ مکعب ميټره په اندازه د ترکمنستان ګېس د ايران د اسلامي جمهوريت له خاورې څخه آذبائيجان جمهوريت ته منتقليږي. په حقيقت پکار دے وويل شي چې د انرجۍ په چارو کښې ملګرتياوې د اېکو تنظيم له ترجيحاتو څخه دي چې د عشق آباد په غونډه کښې ورته عملي جامه واچولې شوه او د خواو په ګټو مشتمله معاهده ګڼل کيږي.

ترکمنستان د هغه هېواد په توګه چې د درامدو نيمګړتياوې يې د ګېسو د صادراتو له لارې پوره کيږي تل د صادراتي اهدافو برخې ته د تنوع ورکولو په فکر کښې دے. په همدې وجه د عشق آباد حکومت د ګېسو د دغه درې اړخيز موافقه ليک وړومبنے بريالے دے. ترکمنستان د خپل طبيعي ګېسو د صادراتو لپاره د لارې موندلو ترڅنګه وکړې شول د دغه هائېډرو کاربني محصول صادرات د چين له انحصاره بهر کړي. په خاصه توګه په تېرو څلورو کلونو کښې چين د ترکمنستان د طبيعي ګېسو يوازېنے اخېستونکے ګڼل شوے دے. په همدې وجه ترکمنستان دګېسو د سوېپ درې اړخيز موافقه ليک وړومبنے بريالے دے. په عين حال کښې  په اوږده موده کښې طبيعي ګېسوته د اروپائي اتحاديې د ضرورتونو د پوره کولو په خاطر د انډيوالانو د موندلو لپاره د آذربائيجان جمهوريت د تېرو څو کلونوهلوځلو ته په پام سره په دې کښې شک نشته چې دغه هېواد د دغه درې اړخيزه موافقې دويم بريالے دے. منجمله دا چې د الهام علي اف د حکومت چارواکو يو بل فرصت ترلاسه کړے دے چې له ايران سره د آذربائيجان جمهوريت اقتصادي او تجارتي ملګرتياوې بيا برابرې کړي. د اسرائيلو له نسل پرسته رژيم سره د آذربائيجان جمهوريت له فوځي ملګرتياو او د ايران په خلاف د آذربائيجان د ولسمشر له منفي دريځ نيونو وروسته په دې وروستيو مياشتو کښې د تهران او باکو تعلقاتو په خړپړېدو شوي وو. خو دغه درې اړخيزه موافقه ليک د باکو د  چارواکو لپاره يو بل فرصت رامنځته کړے دے چې د ايران په اړه د خپلو تېرو تېروتنو تلافي وکړي.

څرګنده ده چې سوئپ يا له ايران سره د سيمې د هېوادونو د ګېسو او تېلو ادلون بدلون د سيمې او نړۍ په سطح کښې د انرجۍ د انتقال ترټولو مطمئن او ترټولو کم لګښت لرونکے روش دے. په حقيقت کښې د کېسپيئن سمندر د څنډې هېوادونو جغرافيائي موقعيت او په سيمه کښې د ايران نسبي ترجيج ته په پام سره له ايران سره د کېسپيئن سمندري سيمې د هېوادونو او اومو تېلو او طبيعي ګېسو سوېپ د انرجۍ د انتقال تر ټولو امنه او ارزانه لار ده. دا چاره له مختلفو لارو څخه د د ګېسو او اومو تېلو د انتقال د پائپ لائن د جوړولو د زياتو لګښتونو د کمښت ترڅنګه د انرجۍ د انتقال ترټولو ارزانه او ترټولو اقتصادي روش ګڼل کيږي. په تېره بيا دا چې ايران د اومو تېلو او طبيعي ګېسو د سرچينو په لرلو سره د تېلو او طبيعې ګېسو د سوېپ په زمينه کښې په اسانۍ سره د کېسپيئن سمندر د څنډې د ټولو هېوادونو او د اېکو تنظيم د ټولو غړيو هېوادونو غوښتنې پوره کولې شي. ايران د تقريباً څلوېښت ټريلين ميټر مکعب اثبات شوي طبيعي ګېسو په لرلو سره  د نړۍ په سطح يو ځاص ځائګے لري او په دې اړه په خاصه توګه د انرجۍ سوئپ کولې شي تر سلګونو کلونو پورې د انرجۍ انتقال د سيمې هېوادونه ترملاتړ لاندې راولي. دا په داسې حال کښې دي چې د اېشيائي قفقاز هېوادونو جغرافيائي موقعيت او د دغو هېوادونو د جغرافيائي محدوديتونو په وجه ايران له ازاد نړيوال سمندر سره د دغو سيمو د هېوادونو ارتباط ټينګولې شي.

---------

 

ټیګونه