Nov 30, 2021 06:01 Asia/Kabul
  • د برجام د اجرا بهیر وجاجول شو

د ایران جګ پوړي مرکچي علي باقري کني د ایران خلاف د ظالمانه بندیزونو د ختمولو د افتتاحیه غونډې په هکله رپورټ کښې وویل: په دې غونډه کښې د برجام د اجرا بهیر او د مذاکراتو په هکله د هر غړي لیدتوګي بیان شوې

د ایران جګ پوړي مرکچي علي باقري کني د ایران خلاف د ظالمانه بندیزونو د ختمولو د افتتاحیه غونډې په هکله رپورټ کښې وویل: په دې غونډه کښې د برجام د اجرا بهیر او د مذاکراتو په هکله د هر غړي لیدتوګي بیان شوې

د ایراني پلاوي مشر د ایران د ولس خلاف د ظالمانه بندیزونو د اوچتیدو د خبرواترو د پرانستې د غونډې په پاې کښې وویل چې دغه غونډه د اروپايي اتحادیې او د ایران د اسلامي جمهوریت د استازو په مشرۍ ترسره شوه او ګډونوالو په کښې د دوو موضوعاتو په هکله خپل نظریات بیان کړل.

هغه زیاته کړه: ایراني پلاوي په دغې غونډې پر دې ټکي تاکید درلود چې د روانو حالاتو اصلي عامل د هغه هیواد اقدام دی چې د ایټمي موافقې او د امنیت شورا د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له برجامه ووته او د نړیوالو اصولو او قانون خلاف یې د ایراني ولس خلاف هم تیر بندیزونه بیرته ولګول او هم یې نوي بندیزونه وضع کړل.

باقري زیاته کړه: د غونډې په پاې کښې وټاکلې شوه چې وړومبې د بندیزونو د ختمیدو موضوع د برجام د ګډ کمیشن په ابتدايي ایجنډا کښې راشي او په هم دې بنیاد ټاکل شوې چې نن سهار یوه کاري ډله د دغو ظالمانه بندیزونو د لغوه کیدو په موضوع کار پیل کړي.

د ویانا د مذاکراتو د وړومبۍ ورځې دغه غونډه پس له دوو ساعتونو پاې ته ورسیدله.

 

ټیګونه