Nov 30, 2021 12:04 Asia/Kabul
  • د ایران د مزاکراتي ټیم تمرکز د بایکاټونو لغوه کول دي

د ګام په ګام مزاکرات او نوی ژمنې له ۴+۱ ډلې سره د ایران په خبرو کې هیڅ ځای نلري .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی خطیب زاده نن له ایرنا سره په خبرو کې په ویاناکې د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو د لغوه کولو لپاره له ۴+۱ ډلې سره د ایران د خبرو اترو پیلیدا ته په اشارې سره  زیاته کړه د ګام په ګام مزاکراتو او نوی ژمنې  له ۴+۱ ډلې سره د ایران په خبرو کې هیڅ ځای نلري .

ده جوته کړه ایران په جدی هوډ سره د ویانا خبرې پیل کړي دي او که مقابل لوري د وخت ضایع کولو په ځای په سم نیت سره د بایکاټونو د ختمولو لپاره ویانا ته ورغلي وي نو خبرې اترې به په سمه لاره پرمخ لاړې شي .

 

ټیګونه