Dec 01, 2021 12:03 Asia/Kabul
  • قانون د عدالت د اجرا چورلیز دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د حکومت او پارلیمان په ګډې غونډې کښې ټینګار وکړ چې قانون، د عدالت د اجرا چورلیز دی

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د پارلیمان د ورځې په مناسبت د اسلامي شورا او حکومت په ګډه غونډه کښې وویل: قانون د عدالت چورلیز دی او هرڅومره چې قانون اجرا شي، دومره عدالت ټینګیږي.

هغه د پارلیمان د ډیرې مهمې دندې په توګه په قانون جوړونې باندې په ټینګار سره هم وویل: د ټولنې د حرکت لپاره لاره سمول، د پارلیمان ډیر مهم مسئولیت دی.

ښاغلي رئیسي زیاته کړه چې نن سبا اسلامي شورا د خلکو د ارادې او راې انعکاس دی او قانون جوړونه د دغه ارګان د کار یوه برخه ده او ټول باید ځانونه د هغې په اجرا موظف وګڼي.

د ایران ولسمشر د شهید مدرس د شهادت کلیزې او د پارلیمان ورځې ته اشاره وکړه او د معنویت او سیاست ترمینځ تړون یې د دغه شهید د ژوند ډیره مهمه برخه وبلله او ویې ویل: دین د انسان ژوند اداره کولې شي او ټولې اړتیاوې یې پوره کولې شي.

په دغې غونډې کښې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر محمد باقر قالیفاف هم وویل: هیله لرم چې ولسمشر د بهرني سیاست او د بندیزونو د ختمولو په برخه کښې په خپلو هلوځلو او په ښې او عزتمندانه مذاکرې او عادلانه موافقې سره، د خلکو حق واخلي او د ایران له ګران او مقاوم ولسه دا ظالمانه بندیزونه لرې شي.

 

ټیګونه