Dec 01, 2021 14:17 Asia/Kabul
  • د ویانا مذاکرات، ښې موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران هوډ او اراده

د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره خبرې اترې له تیرې دوشنبې نه په ویانا کښې پیل شوې دي.

په دغو مذاکراتو کښې چې له ۵ میاشتني ځنډ وروسته پیل شوي، د ایران د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال علي باقري کني په مشرۍ په یو حقوقي او اقتصادي ترکیب سره د کارپوهانو او سفارتکارانو یوه تجربه کاره ډله شتون لري.

په دغو مذاکراتو کښې د ایران ټینګار د هغو ضمانتونو په شمول د بندیزونو په ختمولو پورې د اړوندو ټولو ژمنو په خیال ساتنې دی چې وښايي د امریکې حکومت او د ایټمي موافقې نور غړي حکومتونه، له برجام څخه ونه وتې شي او هم داشان د تیرو او نویو بندیزونو د نه لګولو په هکله ضمانت ورکړي.

د بندیزونو د ختمولو د کاري ډلې په چوکاټ کښې د ماهرانو خبرې اترې د مذاکراتو په دویمه ورځ یعنې له پرون سهار څخه شروع شوې دي. ایراني پلاوي ټینګار کړی دی چې ترڅو پورې د بندیزونو سور لیسټ موجود وي تر هغې به موافقې ته د امریکې د ستنیدو شین څراغ بل نه شي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کښې د برجام په نامه ایټمي موافقې ووتله او د زیات نه زیاتو بایکاټونو او په نورو مسائلو پورې د برجام په تړلو سره، د دغې نړیوالې ایټمي موافقې د راژوندۍ کیدو د خبرواترو د پيچلتیا سبب شوې ده.

د ایران د ایټمي مذاکراتو د پخواني ټیم غړي سید حسین موسویان پرون د امریکې سي، این، بي، سي ټیلیویژني چینل ته په مرکه کښې، د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا ایران د ویانا په مذاکراتو کښې سخت دریځونه غوره کړي دي، څرګنده کړه: د ایران غوښتنه د برجام موافقې کره، سمه او بشپړه اجرا ده.

د نړیوالو مسائلو دغه جګ پوړي شناندي زیاته کړه: ایراني مرکچیانو له ایټمي موافقې هیڅ څه زیات یا کم نه دي غوښتې، امریکې، روسیې، چین او اروپا د برجام د بشپړې احیا او اجرا وړاندیز کړی دی او دا بیخي هم هغه څه دي چې ایران یې وايي:

د مذاکراتو له شروع کیدو مخکښې او په دوران کښې یې، د ایراني پلاوي مسلکي لحجه او رغنده او په عین حال کښې جدي او پریکنده دریځونه سبب شول چې ټول لوري له افتتاحیه غونډې څخه مثبته ارزونه ولري. د ویانا په غونډه کښې د ایران د دریځونو په نسبت د منفي ذهنیت رامینځته کولو لپاره د غونډې له پیلیدو مخکښې د ځینو رسنیو او خبري آژانسونو له فضا جوړونو او هلوځلو سره سره د دغې غونډې په اړه مثبت اخیستون او نظرونو وښودله چې دغو تحرکاتو ماتې خوړلې ده او مذاکراتي لوري ورته په رغنده نظر کوري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ویانا د خبرواترو له پیلیدو مخکښې په خپل ټویټر کښې لیکلي وو: امریکا او اروپايي ټرائیکا، متقابلې بیانیې صادروي، بندیزونه زیاتوي، تحریف شوي روایتونه یوځاې کوي او د اسرائیلو د ګواښونو په وړاندې غلې پاتې کیږي.

د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علي باقري په دې هکله ویلي دي: ترڅو چې د زیات نه زیات دباؤ میدان ګرم وي، د برجام د راژوندي کولو خبره عبث او تشې لاپې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت په ژمنو باندې خپله پابندي په عملي توګه ښودلې ده او اوس هم یوې داسې منصفانه موافقې ته رسیدو ته پوره چمتووالی او کلک هوډ لري چې د ایران د ولس روا حقونه تامین کړي.

سیاسي څارونکي باوري دي چې د ویانا د مذاکراتو د پرمختګ څرنګوالی، د امریکې د متناقضو کړنو په سمیدو پورې تړاؤ لري. په دې وجه که مقابل لوري د وخت ضایع کولو پرځاې، په رغنده نظر او له بې نتیجې حاشیه جوړونو پرته ویانا ته تللي وي، نو مذاکرات به په سمه لاره لاړ شي. په عین حال کښې ایران ځان په زماني پریشانۍ کښې نه راولي او ښې او دقیقې موافقې ته رسیدل، یوې موافقې ته له چټکې او زر رسیدنې مهم ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له دې مخکښې په یو یادداشت کښې لیکلي وو چې د ایران اسلامي جمهوریت په ایټمي موافقه کښې د لویدیځ له ټولو لوظ ماتونو سره سره، یوځل بیا د خپل ښه نیت د ښودلو او د غیرقانوني یواړخیزو بندیزونو د ختمولو په موخه، له ۴+۱ ډلې سره (ښې موافقې) ته د رسیدو لپاره نتیجه ورکونکو خبرواترو ته تیار دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه