Dec 02, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • د   نړیوال اژانس نوی راپور یو عادي فني راپور دی

ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دائمي نمایندګۍ سرپرست محمد رضا غائبي بیګا وویل د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس نوی راپور د ترسره شویو اقداماتو په هکله یو (۱) نوی کړی شوی عادي فني راپور دی چې تهران د عادي رویې پراساس اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ترې خبر کړی دی .

محمد رضا غائبي په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس نوی راپور یو(۱) عادي فني راپور دی وویل اټومي اژانس د خپلې منظمې حقیقت معلومونې د کار د ترسره کولو په ترڅ کښې د دغه اژانس غړي خبر کړي دي .

غائبي زیاته کړه د دغه راپور پراساس ایران د تهران ولایت په جنوب کښې په قم کښې په فردو اټومي مرکز کښې ايي ار شپږ (IR-6) ډوله سانټري فیوژونو ته د ګازو د ورکولو او په شل (۲۰) فیصده پخولو سره د هګزافلوریډ یورانیمو د تولیدو لو کار پیل کړی او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته یې اجازه ورکړي ده چې په دغه اټومي مرکز کښې د خپل د حقیقت د معلومونې کار زیات کړي .

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پرون په یوه (۱) راپور کښې په شل (۲۰) فیصده پخوالي سره د هګزا فلوریډ یورانیمو د تولیدولو لپاره د ایران د قم په فردو اټومي  مرکز کښې د ايی ار شپږ (IR-6) ډوله پرمختللیو سانټري فیوژونو د کار د پیلولو خبر ورکړی و .

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې له تیرې جنورۍ میاشتې راهسې د ایران د ملت د حقوقو د ساتنې او د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د سټراټيژیک اقدام د قانون د اجرا په لړ کښې په شل(۲۰) فیصده پخوالي سره د یورانیمو د تولیدولو کار پیل کړی دی .

 

ټیګونه