Dec 02, 2021 05:41 Asia/Kabul
  • ایران کښې د افغانستان ښاریزو ته پاسپورټونه استول شوي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په حکم سره په ایران کښې د افغانستان د هستوګه مهاجرینو لپاره پینځه زره (۵۰۰۰) پاسپورټونه راوستول شول .

د طالبانو د خارجه وزارت د کنسولي چارو  مشر پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل د حکم پراساس د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متفي پینځه زره (۵۰۰۰) پاسپورټونه چې په ایران کښې د افغانستان سفارت او کنسولګریو یې غوښتنه کړي وه په تهران ، مشهد او زاهدان کښې د افغانستان په مهاجرینو باندې د ویشلو لپاره استول شوي دي .

د طالبانو د خارجه چارو وزات وویل دغه پاسپورټونه د کنسولي چارو د ریاست د ملاتړ په مرکز کښې چاپ شوي او په تهران کښې د افغانستان سفارت ته استول شوي چې هغو کسانو ته یې ورکړي چې ضرورت ورته لري .

 

ټیګونه