Dec 02, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو نړیواله مدعیانو د صدام له جنایتونو ملاتړ کاوه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران په ولس د عراق د مخکنی دیکتاتور صدام جنایتونو ته په اشارې سره وویل: صدام دغه ټوله جنایاتونه د بشري حقوقو د نړیواله مدعیانو په ملاتړ تر سره کاوه.

د رهبری د دفتر د اطلاع رسونې د مرکز له راپور سره سم، حضرت ایت ا... خامنه ای د ایلام د ولایت د شهیدانو له ټولنې سره په وروستي لیدنه کې په ۱۳۶۵ لمریز کال کې په ایلام کې د صدام له لوري د فوټبال په لوبو هوایي برید ته په اشارې سره وویل چي صدام دغه ټول جنایتونه به د لوېدیځو هیوادونو په ملاتړ تر سره کول.

هغه له لیکوالانو او د هنري فعالانو څخه غوښتنه وکړه چي د صدام له جنایتونو څخه د بشري حقوقو د مدعیانو د ملاتړ حقیقت نړۍ ته ورسوي تر څو د بشري حقوقو دغه دروغجن ملاتړي رسوا شي.

هغوي د ایلام د ولسونو زړه ورتیا ته په اشارې سره وویل: په داسي حال کې چي دښمن هوایي بریدونه کاوه خو د ایلام خلګ خپل کورونه پرې نه ښودل، جنګ د دغو ولسونو د استعداد مخنیوی نه وکړ، د همدغو بریدونو په مینځ و مان کې د شهید رضایي نژاد په څېر وتلې ځوانان وروزل شو، کله چي دښمن ولیده دغه شهید د خپل هیواد د پرمختګ لپاره یوه سرمایه ده، نو هغه یې د خپلو اولادونو په مخ کې په شهادت ورساوه.

حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای شهیدان د نړۍ د جګړو له قربانیانو بېل وباله او زیاته یې کړه: شهید د خدای په لاره کې د خپل هیواد نه پرته د اخلاقي، عقیدوي، دیني او فرهنګي له حدودو څخه هم دفاع کوي.

 

ټیګونه