Dec 03, 2021 14:56 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د بندیزونو له ختمیدو پرته هیڅ ته غاړه نه ږدي

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب ټینګار وکړ چې د ایران ولس به د ځان خلاف د ټولو بندیزونو له ختمیدو پرته هیڅ څیز ونه مني

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب ټینګار وکړ چې د ایران ولس به د ځان خلاف د ټولو بندیزونو له ختمیدو پرته هیڅ څیز ونه مني

آیت‌الله سید احمد خاتمي نن د تهران د جمعې د لمانځه په خطبو کښې، په دې خبرې سره چې د مذاکراتو لپاره یو تجره کاره پلاوی ویانا ته تلی دی، وویل: ایراني پلاوی د هغه باتور ولس استازی دی چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې په خپلو ارمانونو ولاړ دی او د بندیزونو له اوچتیدو کم څه ته به غاړه کښې نه ږدي.

هغه زیاته کړه چې د ایران له خوا یوه تجربه کاره ډله ویانا ته تلې ده او دغې ډلې هم خپل دریځونه ښه په ډاګه بیان کړل او هم یې په خوله او په عمل کښې خپل امریکايي ضده دریځونه څرګند کړل.

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب هم داشان د واکسن د برابرولو او خلکو ته یې د لګولو په لړ کښې د ایران د حکومت قدرونه وکړه.

آیت الله سید احمد خاتمي د لیندۍ د لسمې یعنې د شهید سید حسن مدرس د شهادت د کلیزې په یادونې سره د هغه د شخصیت په هکله وویل: ارواښاد مدرس له هغو بزرګانو څخه دی چې د امام خمیني په نظر کښې یې ډیر لوړ مقام درلود او امام یې په کراتو قدرونه کړې وه.

 

ټیګونه