Dec 03, 2021 16:03 Asia/Kabul
  • د تهران، عشق آباد او باکو ترمینځ د درې اړخیزې هوکړې اهمیت

د ترکمنستان، ایران او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د سواپ ګیس درې اړخیزه هوکړه به حقیقت کښې په سیمه ایزو اړیکو کښې د اقتصادي ګټو رامینځته کول دي چې پر رونق او غوړیدنې سربیره به د سیاسي اړیکو د دوام او مضبوطوالي لامل شي.

په دې لړ کښې د قفقاز او مرکزي آسیا شناندي او ماهران باوري دي چې دا هوکړه به اقتصادي بیخ بیناوې پیاوړې کړي او په تیره بیا د سیمه ایزو اړیکو په چوکاټ کښې هیوادونه یوب لته نزدې کوي او د غوړیدنې او رونق سبب به وګرځي.

هر کله چې په سیمه ایزو اړیکو کښې اقتصادي ګټې پیدا شي نو په سیاسي ملاحظاتو کښې او د اړیکو په دوام او استحکام کښې مهم رول لوبوي چې باید ووایو د دې هوکړې په برابرولو کښې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي اقدام ډیر ارزښتناک دی.

په دې لړ کښې په پریکنده توګه له ترکمنستان څخه د ایران د ګیس پایپ لاین په کارولو سره آذربایجان جمهوریت ته د ګیس انتقال او له یو بل سره د درې واړو هیوادونو د ګټو په نښلیدو باندې ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې له عشق آباد څخه د ګیس زیاتره صادرات روسیې او چین ته کیږي او دغه دواړه هیوادونه د ترکمنستان اصلي بازار ګڼل کیږي.

دا اقدام به چې د ترکمنستان په صادراتي مقصدونو او منزلونو کښې د ډول والي سبب شوی دی، له جیو پالیټک نظره ارښتناک وي.

ترکمنستان هم داشان له دې لارې له ایران سره خپلې اړیکې ښې کوي.

په دې هوکړه کښې متقابلاً تهران هم د ټرانزټ په ترلاسه کیدونکي حق سره کوې شي چې خپلو پنځو شمالي ولایتونو ته د ګیس د انتقال لګښت برابر کړي او د ګیس د تامینولو په لړ کښې رامینځته کیدونکې ستونزې ختمولی شي.

دا هوکړه د ایران او ترکمنستان دواړو لپاره ښه ګټه لرلې شي.

په دې منځومان کښې د ترانس خزر درې اړخیزه هوکړه، د ترکیې هغه لوړ الوته طرحه ده چې غواړي د سمندر له لارې ګیس له ترکمنستانه نیغ په نیغه آذربایجان جمهوریت ته منتقل کړي چې دغه طرحه به ډیره پيچلې ټیکنالوجي او ستر لګښت ولري او د هغې د ګټې په نسبت عقلاني کار نه دی او یوازې د ترکیې د جاه طلبۍ نښه ده.

په هم دې لړ کښې د ایران د تیلو وزیر جواد اجوجي د ترکمنستان، ایران او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د سواپ ګیس د درې اړخیزه تړون له لاسلیکیدو وروسته وویل: د دغه تړون له مخې ایران په کال کښې له یونیم نه تر دوه میلیارډ مکعبه پورې ګیس په سرخس سیمه کښې له ترکمنستانه ترلاسه کوي او له آستارا سیمې یې آذربایجان جمهوریت ته منتقلوي.

د آذربایجان جمهوریت او ترکیې ترمینځ ښو اړیکو ته په پام سره به آذربایجان هیڅکله داسې کار ونه کړي چې د ترکیې ګټې په خطر کښې ولویږي. له بلې خوا څلور واړه هیوادونه د اقتصادي ملګرتیا سازمان (اکو) غړي دي او د دې کار ټول اړخونه یې جاجولي دي چې اوس د هیوادونو د مشرانو د لاسلیکیدو مرحلې ته رسیدلي دي.

په عین حال کښې د آذربایجان له لارې د ګیس انتقال د ترکیې لپاره هم ګټه ور او د دغه هیواد د ګټو مطابق دی.

له ایران څخه ترکیې ته د ترکمنستان د ګیس انتقال به، موجودو نامناسبو بیخ بیناؤ ته په پام سره لګښت لرونکی وي ځکه چې دغه لیکه له تخنیکي لحاظه خرابه ده او بدلولو یا بیارغونې ته اړتیا لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت له خاورې څخه آذربایجان جمهوریت ته له ترکمنستان څخه د ګیس د انتقال درې اړخیزه تړون د ترکمنستان په پلازمینې عشق آباد کښې د اکو د سرمشریزې په څنډه کښې د ایران او آذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو سید ابراهیم رئیسي او الهام علي اف په شتون سره لاسلیک شو.

سواپ یا معاوضه، په سیمه او نړۍ کښې د انرجۍ د انتقال ترټولو ډاډمنه او کم لګښته طریقه ده. د کاسپین سمندر د څنډې هیوادونو جغرافیايي موقعیت او هم داشان په سیمه کښې د ایران نسبي مزیت ته په پام سره، سواپ، د انرجۍ د انتقال ترټولو خوندي او ارزانه لاره ده.

*/*/*/*/*/*/

 

 

ټیګونه