Dec 04, 2021 04:35 Asia/Kabul
  • د ايران بديله منصوبه د اېټمي پروګرام دوام او له اېشيائي هېوادونو سره د تعلقاتو پياوړتيا ده

د ايراني مذاکراتي ټيم صلاحکار وويل، برجام ته د امريکې د نه ستنېدو په صورت کښې د ايران بديله منصوبه د اېټمي پروګرام دوام او له اېشيائي هېوادونو سره د تعلقاتو پياوړتيا ده.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې لوړ رتبه سياسي شناندي او د امريکې د مطالعاتو متخصص  محمد مرندي چې د صلاحکار په توګه د ايران له مذاکراتي ټيم سره په ويانا کښې شتون لري، وويل: ايرانيان په دې انتظار کښې دي چې د دوو هغو مسودو چې د لويديځوالو لخوا وړاندې شوې دي برخليک معلوم شي او په دې بنياد به په دريمې مسودې عمل وکړې شي.

هغه د دې په بيانولو سره چې دوه وړاندې کړې شوې مسودې د ګډ اقدام د پروګرام او د اېټمي موافقې برجام د اجرا په لړ کښې دے زياته کړه، دريمه مسوده هم شته خو لا نه ده وړاندې شوې.

محمد مرندي وويل: ايرانيان مسودې مناسبې بولي او امريکنيان او اروپان نه شي وېلې چې ايران له هغه څه زيات چې په موافقه دي غوښتنه کړې ده.

هغه همدارنګ په دغو دوو مسودو د اروپايانو د ناراضګۍ په ردعمل کښې هم وويل: زمونږ مسودې لويديځ لوري ته وړاندې شوې دي او د برجام په غونډه کښې ورباندې بحث کيږي او اروپائي لوري په دغو دوو مسودو خپله ناراضګي ښودلې ده.

د بنديزونو د ختمولو او د برجام د ژوندي کولو لپاره د ويانا د خبرو اترو نوے پړاو د نومبر په نهويشتمه د آسټريا په پائتخت کښې شروع شوے دے او هم هغه شان دوام لري.

په ويانا کښې د ايران د اسلامي جمهوريت پلاوي د ظالمانه بنديزونو ختمولو او د اېټمي مسائلو دوو موضوع ګانو په قالب کښې خپل دوه وړانديزي سندونه د ويانا په خبرو اترو کښې څلور جمع يو ډلې ته حواله کړي دي.

 

ټیګونه