Dec 04, 2021 05:08 Asia/Kabul
  • په پائتختونو کښې د مشورې لپاره مقابلو لورو ته فرصت ورکړے شو

د ويانا په خبرو اترو کښې د ايران لوړ رتبه مذاکره کؤنکي تهران ته له راتلو نه مخکې وويل چې د برجام په ګډ کمېشن کښې مقابل لورو ته په خپلو پائتختونو کښې د صلاح مشورو لپاره فرصت ورکړې شو.

د اېرنا د رپوټ له مخې «علي باقري کني» له خبريالانو سره په خبرو کښې وويل: د برجام ګډ کمېشن د جمعې د ورځې په غونډه کښې د مختلفو لورو لخوا په ويانا کښې د څو ورځنيو خبرو اترو لنډه جاجونه اوشوه.

هغه د دې په بيانولو سره چې په دغه غونډه کښې تاکيد اوشو چې د غېرقانوني او ظالمانه بنديزونو د ختمولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت وړانديزونه په مېز پراتۀ دي، زياته کړه، مقابل لورو وويل چې د ايران د اسلامي جمهوريت وړانديزونو ته د مدللو ، مستندو او منطقي ځوابونو ورکولو لپاره له خپلو پائتختونو سره صلاح مشورو ته ضرورت لري.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال واضحه کړه، په دې وجه مقابل لورو ته فرصت ورکړې شو چې په خپلو پائتختونو کښې له صلاح مشورو نه وروسته  دې په راتلونکې هفته کښې زر په ويانا کښې خبرې اترې دوام پېدا کړي.

 

ټیګونه