Dec 04, 2021 13:52 Asia/Kabul
  • د ایران مطبوعاتو ته کتنه

د ویانا د خبرو اترو لومړې پړاو له کومې نتیجې پرته ختم شو .

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپانۍ هم د ایلام ولایت د درې زره شهیدانو د کنګرې له چاورالو سره په کتنه کې د رهبرۍ د ستر مقام ویناو ته انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دي ، د شهیدانو د درنښت هدف د هغو د پیغام اوریدل دی . ورځپاڼه په دې اړه لیکی حضرت ایت ا... خامنه ای په ۱۳۶۵ لمریز کال کې په ایلام کې د صدام له لوري د فوټبال په لوبو هوایي برید ته په اشارې سره وفرمایل چي صدام به  دغه ټول جنایتونه د لوېدیځو هیوادونو په ملاتړ تر سره کول.

هغه له لیکوالانو او هنري فعالانو څخه غوښتنه وکړه چي د صدام له جنایتونو د بشري حقوقو د مدعیانو د ملاتړ حقیقت نړۍ ته ورسوي تر څو د بشري حقوقو دغه دروغجن ملاتړي رسوا شي.

هغوي د ایلام د ولسونو زړه ورتیا ته په اشارې سره وویل: په داسي حال کې چي دښمن هوایي بریدونه کاوه خو د ایلام خلکو خپل کورونه پرې نه ښودل، جنګ د دغو ولسونو د استعداد مخنیوی نه وکړ، د همدغو بریدونو په مینځ و مان کې د شهید رضایي نژاد په څېر وتلې ځوانان وروزل شو، کله چي دښمن ولیده دغه شهید د خپل هیواد د پرمختګ لپاره یوه سرمایه ده، نو هغه یې د خپلو اولادونو په مخ کې په شهادت ورساوه. حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای شهیدان د نړۍ د جګړو له قربانیانو بېل وباله او زیاته یې کړه: شهید د خدای په لاره کې د خپل هیواد نه پرته د اخلاقي، عقیدوي، دیني او فرهنګي له حدودو څخه هم دفاع کوي.

د ویانا د خبرو اترو لومړې پړاو له کومې نتیجې پرته ختم شو .

ملګرو ملتو په یوه راپور کې د موصل په زندان کې د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ په وسیله د زرو شیعیانو د بوږنونکی پانسۍ خبر ورکړې دې .

د بشری حقوقو۶۰ ډلو له ملګرو ملتو وغوښتل  په یمن کې د عربستان د جنګی جنایتونو په اړه تحقیق وکړی .

د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل په هغو دووسندونو سربیره چې په تیرې چهارشنبې ورځ په اټومي تړون کښې مقابلو لورو ته ورکړل شول دریم سند هم شته چې تراوسه نه دې وړاندې کړی شوی .

 

اطلاعات

درهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی هیڅ ملت د سختیانو له زغملو او مجاهدت پرته اوج ته نه رسی .

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب  ایت ا.... حاتمی ټینګار وکړ چې د ایران ولس به د ځان خلاف د ټولو بندیزونو له ختمیدو پرته هیڅ څیز ونه مني

د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي وویل د دغه هیواد ملت له سختیانو ، مشکلاتو، بایکاټ او سختو اقتصادي شرایطو سره سره هماغه راز خپل ژوند ته دوام ورکوي .ورځپاڼه په دې ارتباط په یوه لنډ راپور کې لیکی د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي  په ډاګه کړه هغه غونډې او کتنې  چې د یمن د خلکو ترمینځ ترسره کیږي د یمن د ملت د موافقې ، ملګرتیا او د ورورګلوۍ حقیقي انځور  نندرې ته وړاندې کوي .

هغه په دې خبرې سره چې د یمن په البیضا ولایت کښې د ثبات ، د امنیت د ټولنیزې سولې او د ملګرتیا د پیاوړي کولو لپاره فرصت برابر شوی دی وویل دښمانان د یمن په خلکو کښې د اختلاف او د فتنې په رامینځته کولو سره په دغه هیواد باندې د سلطې هڅه کوي . عبدالملک الحوثي ډاګینه کړه دیمن دښمانانو هڅه وکړه په هیواد کښې د ژوند نښې نښانې په وژلو ، قحطۍ ، بایکاټ او نرم جنګ سره له مینځه یوسي چې ځوانان فاسد کړي خو نن سبا له ټولو مشکلاتو سره سره د دښمانانو په وړاندې د مقاومت او د مقابلې پیغام استوو.

د عراق شیعه ګوندونو له مقتداصدر سره په کتنه کې د حکومت د دریو قواو د مشرانو د څنګته کولو لپاره موافقه وکړه .

کیهان

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العمظی سید علی خامنه ای ټینګار کړی دی مسولانو او خلکو ته د شهیدانو پیغام اتحاد او د زیات مسولیت احساس دې .

د ایران د سپاه د قدس څانګې مشر سردار قا انی امریکا ته په خطاب کې ویلی دی تر څو چی فرصت پاتې دې د ایران د جغرافیې له اطرافو ووځئ .

د امریکا د کانګرس یوه استازی د ویانا مزاکراتو ته په اشارې سره ویلی دی په ایران په دباو اعمالولو پسې وو ، خو اوس د ایران له خوا تر دباو لاندې یو .

اسراییلی هاارتص ورځپاڼه لیکی په ایران د حملې ادعا د اسراییلی مقاماتو فربیکارۍ ده .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ویلی دی مزاکره کونکې ټیم د هغه ملت استازې دې چی د خپلو ایډیالونولپارهد وینې تر خپلې وروستۍ قطرې ولاړ دې . ورځپاڼه په دې اړه لیکی د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... حاتمی زیاته کړه ده د ایران له خوا یوه تجربه کاره ډله ویانا ته تلې ده او دغې ډلې هم خپل دریځونه ښه په ډاګه بیان کړل او هم یې په خوله او په عمل کښې خپل امریکايي ضده دریځونه څرګند کړل.

 

 

ټیګونه