Dec 04, 2021 14:44 Asia/Kabul
  • له نړیوالې ایټمی موافقې وتلووروسته د امریکاپه منزوي کیدا د بلینکن  ادعا

د ایران د اسلامی جمهوریت  په حقه او منطقي غوښته ،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له وتلو وروسته دامریکا  له خوا د لګول شوو بندیزونو لغوه کیدا ، ددې چارې سمه تائيدیدا  او په نهایت کې  دخپلو ایټمي ژمنو بیرته اجرا ته د ایران بیا ستنیدل دي .

د امریکاخارجه وزیرآنتوني بلینکن بیګا په یولړڅرګندونوکې ووئیل، امریکاله جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د وتلو په دلیل په نړیوالې ټولنې کې منزوي شوه . هغه چې په یوه خبری کنفرانس کې ئې خبرې کولې ،ووئیل ، د ټولو په ګټه ده چې دایران ایټمي دوسیه د  ډيپلوماسۍ له لارې حل شي .

 له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له وتلو وروسته د واشنګټن په  منزوي کیدا د امریکا د خارجه وزیر اعتراف  په حقیقت کې  په هغه واقعیّت  او حقیقت اعتراف دی چېد امریکا مخکیني حکومت ،یعني د ډونالډټرمپ کرغیړن حکومت تل  ورڅخه انکار کاوه . د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ  تل  جامعه نړیواله ایټمي موافقه د واشنګټن لپاره یو ترټولو بده موافقه بلله او بلاخره  د ۲۰۱۸کال د  مئ په اتمه نیټه ئې ، له نړیوالو مخالفتونو سره سره ،د نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اساس پخپلو ژمنو عمل کول او  دملګروملتو د  شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک څنګة کړل . د ټرمپ  حکومت د خپلو غیر قانوني غوښتنو ته د ایران  د مجبولولپاره د تهران په ضد دزیاتره دباؤ دسیاست په چوکاټ کې  تر ټولو بې مخنیې  بندیزونه  اجرا کړل  اود جامعې نړیوالې ایتمي موافقې دساتلو لپاره ئې له هر ډول پلان  سره مخالفت وکړ . دټرمپ موخه دایران دسوله ایز ایټمي پروګرام ددرولو  او د ایران دسیمه ایزو سیاستونو او توغندوي توانمیو  په زمینې کې د لاسختومحدودیّتونو د اعمالولو پشمول  د امریکا دخوښې دولسو شرطونو ته د ایران تسلیمول وو.

په تیرو درو کلونو کې د ټرمپ د  حکومت  له غیر قانوني  او یو اړخیزو بندیزونودوام سره سره ، البته  دټرمپ دحکومت د خوښې موخو ته د رسیدا  په زمینې کې ئې  د امریکا لپاره هیڅ بریا نه درلوده . ایران له پراخو بندیزونو سره د مقابلې په موخې سره  د  داخلی توانمنیو په لوړولو سره ، دزیاتره مقاومت د  سیاست په غوره کولو سره و ، ددغو بندیزونو د ناکامولو لپاره  مختلفو رودو او طریقو ته مخه کړه .سره له دې چې له نړیوالې ایټمي موافقې څخه د امریکا وتل د  ۵+۱دلې د نورو غړو له  سختو نیوکو سره چې  له دغې نړیوالې موافقې دا مریکا له وتلو وروسته دغه ډله په ۴+۱ ډلې بدله شوه ، روبرو شوه .حتی د واشنګټن اروپائي متحدانو  هم  د ایران اوجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په زمینې کې له امریکا سره له ملګرتیا ډډه وکړه  او په نهایت کې واشنګټن له ایران سره دچلند په مقابلې کې د نړۍ په سویه   له زیاتیدونکي انزوا سره  مخامخ  شوه او د ایران په باب ئې هیڅ سپيره موخه ترلاسه نه کړائ شوه .

په هر حال همدغه موضوع د ساړۀ جنګ له پړاؤ په وروسته دوران کې د امریکا د بهرني سیاست  په تاریخ کې  د یوې ترټولو سترې ناکامۍ سبب شوه .

Image Caption

 

یوه مهمه موضوع دا ده، سره له دې چې  د امریکا د اوسني ولسمشر جوزف بایډن دحکومت چارواکو  په کرتو  د ټرمپ د حکومت د زیاتره دباؤ دسیاست په ناکامۍ ټنیګار کړی، خو  هماغه شان دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په باب د واشنګټن شرائطو  او  غوښتنو   دمنلو په خاطر د تهران د اړباسلو لپاره  دغه ماته خوړلي  سیاست ته دوام ورکوي . د جوبایډن حکومت  دې ته له اشارې پرته چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په  وړاندې کوم یوه حکومت  او هیواد د ژمنو خلاف ورزي کړې ده،او ورڅخه وتلی ،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا ئې د تهران له اقدام سره مشروطه کړې ده . د امریکا د خارجه وزیر آنتونیو بلینکن پشمول ددغه  هیواد لوړروتبه چارواکو د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا خبوراترو د اوم پړاؤ د ترسره کیدا په بهیر کې  او له دې وروسته ، د هغو ژمنو په وړاندې  چې باید جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره ئې پوره کړي ،د واشنګټن  له مسئولیت منلو څخه  په ډډه کولو سره ، غونډسکه د  ایران مځکې ته ګوزار کړې  او تل  د هغې ورځې لپاره چې  دویانا خبرې ناکامې شي ، د نورو ټاکنو خبرې په مینځ کې راوړي . په عین حال کې د ایران د اسلامی جمهوریت  په حقه او منطقي غوښته ،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له وتلو وروسته دامریکا  له خوا د لګول شوو بندیزونو لغوه کیدا ، ددې چارې سمه تائيدیدا  او په نهایت کې  دخپلو ایټمي ژمنو بیرته اجرا ته د ایران بیا ستنیدل دي .

 

ټیګونه