Dec 04, 2021 15:43 Asia/Kabul
  • ایران د انساني موضوع په خاطر ددرست بهرنیانو واکسینشن پيل کړی

د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر په دوام کې ټينګار کړی ، د کرونا له نوي څپې د خوندي پاتیکیدا یوازینۍ لاره ، د روغتیائي پروټوکولونو  رعایتول، مخه نیولل او جدي څارنه ده .

 د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي نن له کرونائي بحران سره دمقابلې دملی کمیټې په غونډې کې ووئیل،اسلامی ایران  له هماغه پیله  انساني مسئلو ته د پام په خاطر د درست وبهرنیو ښاریزو واکسینشن پیل کړی او په جدیّت سره به ورته دوام ورکړي .

  د اسلامی ایران ولسمشر  زیاته کړې ،ځيني  اروپائي هیوادونه  اوس ددغه کار په فکر کې شوي دي .

د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر په دوام کې ټينګار کړی ، د کرونا له نوي څپې د خوندي پاتیکیدا یوازینۍ لاره ، د روغتیائي پروټوکولونو  رعایتول، مخه نیولل او جدي څارنه ده .

 هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې باید په هیواد کې د واکسن کمښت وجود ونه لري ، ووئیل ، د داخلی واکسن  دتولید زیاتیدا او د وارداتی واکسنونو تامینیدا ته په پام سره ، لازم اټکلونه ترسره کیږي څو حتی د واکسنو د دریم ډوز په پچکاري کولو سره په دې زمینې کې په هیواد کې هیڅ کمښت موجود نه شي . د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر یو ځل بیا  د شکمنو موردونو لپاره د قرنطینه په اعمالولو کې د جدیّت او د مځکنیو هوائي ، او سمندری سرحدونو څخه دتګ راتګ دکنټرولولو په  اهمیّت ټينګار وکړ .

 

ټیګونه