Dec 05, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • نطنز کښې ویشتل شوی توغندی ازمایشي و

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند شاهین تقي خاني ټينګار وکړ په نطنز سیمه کښې د توغندي ویشتل ازمایشي وو .

هغه وویل دایران په نطنز سیمه کښې  د توغندي ویشتل ازمایشي وو او په سیمه کښې د دیره سیسټمونو د جاجونې لپاره وو .

د ایران د پوځ ویاند شاهین تقي خاني زیاته کړه څو ساعته وړاندې د چمتووالي د جاجونې لپاره په  نطنز سیمې کښې  د یوه توغندي ازمویل ازمایشي وو .

هغه وویل دغه توغندوي ازموینه په سیمه کښې د دیره سیسټمونو د جاجونې لپاره وشوه او دا ډول تمرینات په کاملا امنه فضا کښې او د دافع هوا سیسټم په بشپړه غږملتیا سره ترسره کیږي .

امیر تقي خاني وویل د اندیښنې هیڅ خبره نشته .

د ایران یوې (۱) ځايي سرچینې په دې خبرې سره چې د نطنز ولسوالۍ په دښته کښې پرون چاودنه له اټومي تاسیساتو سره هیڅ ارتباط نلري وویل دغه چاودنې هیڅ ډول تاوان او مرګ ژوبله نه ده لرلي .

دغه خبرې ځايي سرچینې وویل دغه چاودنه بیګا پاو باندې اته (۸-۱۵)بجې د نطنز ولسوالۍ په دښته کښې په فضا کښې وشوه او د نطنز له اټومي تاسیساتو سره هیڅ ارتباط نلري .

دغه ځايي سرچینې وویل دغه توغندی د ایران د نطنز ولسوالۍ په دښتې کښې توغول شوی او هیڅ د اندیښنه وړ  خبره نه ده .

 

ټیګونه