Dec 05, 2021 15:02 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت به له خپلو غوښتنو شاتګ ونکړي

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني ټینګار وکړ ایران له خپلو غوښتنو شاتګ نه کوي او امریکا باید لومړی ګام پورته کړي .

علي باقري کني د ایټالیا له «انسا» خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل  د ایران اسلامي جمهوریت به د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال د اټومي تړون د بیا فعالولو په لاره کښې له خپلو غوښتنو او د بایکاټونو له لغو کیدا شاتګ ونکړي .

هغه وویل دې ته په پام سره چې دا امریکا وه چې په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې له اټومي تړون ووتله پر دې اساس واشنګټن باید لومړی ګام واخلي .

علي باقري کني وویل د ویانا د خبرو اترو په بهیر کښې څلور (۴) جمع یوې ډلې ته د تهران لخوا  ورکړل شوي وړاندیزونه مستند  او منطقي دي او په همدې دلیل هغه د خبرو اترو لپاره بنسټ کیدلی شي .

باقري کني وویل دغه وړاندیزونه د خبرو اترو لپاره بنسټ دی او مقابل لوری باید د ایران د پلاوي وړاندیزونو ته مستند ځواب ورکړي .

 

ټیګونه