Dec 06, 2021 07:30 Asia/Kabul
  • په ویانا کې له مذاکراتو څخه د ایران موخه د بندیزونو ختمېدا ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر رئیس ټینګار وکړ چي په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د مذاکراتو موخه د ټولو ظالمانه بندیزونو ختمېدا ده.

د رئیسي د دفتر مشر غلام حسین اسماعیلي وویل: د ویانا په مذاکراتو کې جدي یو او له یادو هیوادونو سره د خبرواترو موخه د عزت او اقتدار په خوندیتوب سره د ټولو بندیزونو ختمېدا ده.

اسماعیلي زیاته کړه: په کلک هوډ او برنامې سره په مذاکراتو کې مو ګډون کړئ او د بندیزونو په ختمېدو سره له مذاکراتو څخه د یوې حقیقي پایلي په لټه کې یو.

د ایران د جمهور رئیس د دفتر مشر وویل: په ویانا کې مذاکراتو ته دوام ورکوو، لیکن مقابل لوري ویلي چي طرحه شوي وړاندیزونه په خپلو پلازمینو کې وڅېړي.

د یاران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کني وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې د پلي کېدو او د بندیزونو د ختمېدو په لړ کې له خپلو غوښتنو نه تر شا کیږي.

باقري کني زیاته کړه: دې ته په پام سره چي امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یوه اړخیزه توګه له موافقې نه ووتۍ، واشنګټن باید لومړی ګام پورته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل: د ویانا په مذاکراتو کې د ۱+۴ ډلي هیوادونو ته د ایران له لوري وړاندي شوي وړاندیزونه منطقي دي او کولایشي د راتلونکو د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

 

ټیګونه