Dec 06, 2021 12:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان په وړاندې د ملګرو ملتو د ذمه وارۍ د زياتېدو لازموالے

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بشري حقوقو د کمېټۍ مشرې تاکيد وکړ، وژلو، بم اېښودلو، د داعش ترهه ګرۍ ډلې فعاليتونو او د نشه ايزو موادو قاچاق په افغانستان کښې د ملګرو ملتو ذمه وار څو برابره کړې ده.

د خانه ملت خبري آژانس د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بشري حقوقو د کمېټۍ مشرې مېرمن زهره الهيان د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي له مرستيال مېټه کېنوډسېن په کتنه کښې وويل: د افغانستان اوسنے حالت د امريکې د غېر ذمه دارانه سياستونو په وجه دے.

هغې وويل: امريکې د داعش ترهه ګرې ډلې پالنه کړې او له طالب ډلې د جنګ په بهانه افغانستان ته داخله شوه.

مېرمن لهيان همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې ايران تل د افغانستان ملاتړے ؤ او دے او له دغه هېواد څخه په ميلينونو مهاجر ايران ته داخل شوي دي وو: د امريکې د يو اړخيزه سختو بنديزونو باوجود هم هغه شان له افغان کډوالو څخه ملاتړ کوو او نه يې پرېږدوو چې د اروپا پولو ته داخل شي، خو د دغه خدمت لپاره د نورو هېوادونو لخوا څه مرسته نه ترلاسه کوو.

د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي مرستيالې مېرمن مټه کېنوډسېن هم په دغه کتنه کښې وويل: ايران د افغان مهاجرو لپاره ډېر سخاوتمن کوربه دے او حتی اوس د دې کتونکي يوو چې افغان ماشومان په مدرسو کښې د ايراني زده کؤنکو تر څنګه زدکړې حاصلوي او دا د ايران د اسلامي جمهوريت د سخاوت او کوربه توب نښه ده.

هغې په آخر کښې هيله څرګنده کړه چې طالبان به له ګاونډي هېوادونو سره په غږملتيا او ملګرتيا سره په مقتدر او ثبات لرونکے حکومت چې په مختلفو قامونواو اقليتونو مشتمل وي تشکيل کړې شي.

 

ټیګونه