Dec 06, 2021 15:17 Asia/Kabul
  • د ايران - افغانستان پوله ايزې پېښې د افغان پوله ساتونکو د نابلدتيا نتيجه وه

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند تاکيد وکړ: د ايران افغانستان پوله ايزې پېښې د افغان پوله ساتونکو د نابلتيا په نتيجه وه.

سعيد خطيب زاده په خپلې اونيزې خبري ناسته کښې د هغې پېښې په اړه چې د افغانستان له نيمروز ولايت سره د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې په پوله ايزه سيمه کښې رامنځته شوه د ايران پرېس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل: له افغانستان سره د ايران په نهه سوه کيلوميټره ګډه پوله کښې د قاچاقچيان د داخلېدو د مخنيوي لپاره دېوال وهلے شوے دے چې يوه برخه يې د ايران په خاوره کښې ده.

خطيب زاده وويل: طالبان د پولې له زيرو پوائنټ سره نابلده وو او د غلط فهمۍ په وجه يې ډزې وکړې.

هغه زياته کړه، د ايران پوله ايز ځواکونه هم فوري ځواب ورکولو ته مجبور شول چې په دوام کښې د تهران او کابل چارواکو کوشش وکړ چې موضوع د دقيقې پوهې لپاره په يو ټکي تمامه شي.

خطيب زاده د دا ډول پېښو د نه تکرارېدو په اړه د مخنيؤنکو اقداماتو په باره کښې وويل: اوس دواړه لوري له پوله ايزو سيمو سره آشنائي لري او د هغوي ترمېنځ نېغ په نېغه اربتاطي ټيلفونونه لګول شوي دي چې د ضرورت په وخت تماسونه اونيسي.

هغه د افغانستان د راتلونکي  او د ايران د دريځ په اړه هم تاکيد وکړ، د افغانستان راتلونکې پکار دے د افغان ولس د غوښتنې او ارادې او د ټولو قامونو په ګډون سره د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په بنياد برابر کړې شي، دا هغه غږ دے چې د تهران له غونډې  څخه هم اورېدل شوے  دے.

 

ټیګونه