Dec 06, 2021 16:33 Asia/Kabul
  • تهران د سوريې د خارجه وزير کوربه

د سوريې خارجه وزير فېصل لمقداد پرون ماښام تهران ته راغے او نن يې د ايران له خارجه وزير حسېن امير عبدللهيان سره کتنه او د دوو اړخيزو دلچسپۍ وړ مسائلو په باره کښې يې د نظر تبادله وکړه.

د سوريې د خارجه وزير مرستيال بشارالجعفري هم په دې سفر کښې له المقداد سره ملګرتيا کوي.

د دې سفر اهداف په سيمه ايزو صلاح مشورو،د اقتصادي او سياسي دوو اړخيزو موافقو او سټراټيجکو ملګرتياو باندې متمرکز دے.

ايران او سوريه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په مېدان کښې ګډ اقدامات او کاميابۍ عملي کړې او اوس د بيا رغونې په دوران کښې د تعلقاتو د پراختيا د نقشې د برابرولو په حال کښې دي. په اوسنيو حالاتو کښې د صنعت، انرجۍ، بندرونو، ټرانسپورټ او د دواړو هېوادونو په خلاف له ظالمانه بنديزونو سره د مقابلې لپاره د تجارتي او بېنکي موافقو  اجرا ته چټکتيا ورکولو په زمينو کښې د ملګرتياو پياوړتيا سټراټيجک اهميت لري. په همدې لړ کښې تېره هفته د درملو، مشينونو، کيشتۍ چلونې، د اوبو، ټوکو، الېکټرانېکي، فني او انجنئرۍ خدماتو او د پوه بنسټه شرکتونو په شتون سره په دمشق کښې يو نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون له جوړېدو سره په يو وخت د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير سوريې ته سفر وکړ.

د سوريې او ايران ترمېنځ تعلقات اوس پراخه او متنوع شوي دي او په ټولو برخو کښې د دغو تعلقاتو د لا پراختيا لپاره روښانه افقونه شتون لري. سوريې د دغه هېواد په خلاف د مېداني جنګ له اصلي مرحلې تېر شوےدے.خودغه جنګ دغه هېواد ته درانۀ زيانونه رسولي دي. د جنګ او بحران په غلي کېدو سره اوس د سوريې حکومت د بيا رغونې لپاره د دوستو او انډيوالو هېوادونو مرستو ته ضرورت لري. سوريه د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ له وروستيو څخه د مقاومت په محور کښې يو تاثير کؤنکي هېواد په توګه د لويديځوالو او د هغوي د سيمه ايزو انډيوالانو لخوا په تپل شوي جنګ کښې ښکېله شوه. په سوريې باندې د جنګ د تپل کېدو يو مقصد د دغه هېواد تجزيه او تقسيمول وو چې دغې نقشې او پلاند دښمن د دباونو په وړاندې په مقاومت سره ماتې اوخوړه. په حقيقت کښې هغه څه چې اوسنيو حالاتو کښې د تهران او دمشق د بهرنيو سياست تګلاره غږمله کوي، د مقاومت د بهېر په دوام کښې د دواړو هېوادونو کلکه اراده ده. دا خصوصيت د د ايران د اسلامي جمهوريت او سوريې په بهرني سياست کښې يو اصلي محور دے او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو پياوړتيا په دې اصل ټينګه ده.

تهران او دمشق په دغې او د دغو تعلقاتو له اندازې سره متناسبې پالېسۍ سره د تعلقاتو د پراتختيا په حال کښې دي. هغه ټکے چې د تعلقاتو له پياوړتيا او دريځونو له ثبات سره يې مرسته کړې ده متقابل اعتماد دے چې په سياسي، اقتصادي، تجارتي زمينو او همدارنګ له امنيتي ګواښونو سره په مقابله کښې د دواړو هېوادونو تعلقات سټراټيجکې سطحې ته رسولي دي. ايران او سوريې په هغو ورځو کښې چې د يو بل ملاتړ ته يې ضرورت لرۀ د يو بل ترڅنګه ټينګ اودرېدل او اوس هم چې  د بيارغونې مرحله شروع شوې ده ايران د سوريې ترڅنګه ټينګ ولاړ دے.

د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سوريې ته په خپل وروستني سفر کښې هم د دې په بيانولو سره چې د تهران او دمشق تعلقات سټراټيجک دي واضحه کړه، سوريه له سختو وروځو تېره شوې ده او د ايران اسلامي جمهوريت به د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په غوړېدنې کښې فعالانه عمل وکړي.

 

ټیګونه