Dec 07, 2021 04:58 Asia/Kabul
  • خلک باید د ایټمي موافقې پایلې احساس کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا په سوشل میډیا کښې ولیکل: موافقه باید هراړخیزه او جامع وي چې خلک یې ګټې او پایلې پوره پوره احساس کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا په سوشل میډیا کښې ولیکل: موافقه باید هراړخیزه او جامع وي چې خلک یې ګټې او پایلې پوره پوره احساس کړي

حسین امیرعبداللهیان په دې خبرې سره چې یوې ښې موافقې ته رسیدو ته جدي یو، زیاته کړه: موافقه باید داسې جامع وي چې خلک یې ګټې وویني.

هغه زیاته کړه: دا څه چې ایراني ټیم په لیکلې بڼه وړاندې کړي دي، بیخي د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې دي او له برجامه وتلي په کښې هیڅ نشته او په متن کښې له ایټمي موافقې بهر غوښتنې نشته.

امیر عبداللهیان دې ټکي ته په اشارې سره چې ایراني ټیم به په ویانا کښې د ډیپلماسۍ او مذاکرې لاره د مذاکراتي منطق او تفاهم په چوکاټ کښې ووهي، وویل: تمه دا ده چې د خبرواترو په دوام کښې مقابل لوري د بندیزونو د ختمولو په شمول په معلومو وړاندیزونو او ځوابونو سره ویانا ته راغلي وي او د ګرم ښودنې له لوبې لاس واخلي.

د ایران او ۴+۱ ډلې د خبرواترو نوی پړاؤ چې د نومبر له ۲۹ نیټې څخه د آسټریا په ویانا کښې ترسره شو، د دسمبر په دریمه یعنې تیره جمعه پاې ته ورسیده.

 

ټیګونه