Dec 07, 2021 05:17 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د ایران د اسلامي شورا مشر په تهران کښې د سوریې د خارجه وزیر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې نن سبا د دوي ډیره مهمه موضوع، د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي پراختیا ده.

د ایران د اسلامي شورا مشر په تهران کښې د سوریې د خارجه وزیر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې نن سبا د دوي ډیره مهمه موضوع، د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي پراختیا ده.

محمد باقر قالیباف پرون د فیصل مقداد په کتنه کښې وویل: د مقاومت د جبهې دښمنانو چې کوم څیز د جنګ په میدان کښې ترلاسه نه کړې شو هغه په اقتصادي جنګ کښې تعقیبوي او په هم دې وجه باید هڅه وکړو چې په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کښې د میدان کامیابي ترلاسه کړو.

هغه زیاته کړه: سوري-سوري خبرې اترې باید نتیجې ته ورسیږي او ایران د آستانه بهیر له لارې رول لوبونې لپاره ملګرتیا ته تیار دی.

د ایران د اسلامي شورا مشر د ایران او سوریې ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره له خصوصي برخې یا پرائیویټ سیکټر څخه د ملاتړ په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغې غونډې کښې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل: د سوریې د پوځ د سرشیندنو او د شهید سردار قاسم سلیماني، ابومهدي المهندس، د حزب ا... د شهیدانو او د هغو نورو کسانو په شان چې په ایران، سوریې او لبنان کښې یې سرشیندنه وکړه، په برکت سترې بریاوې ترلاسه شوې دي خو له ترهګرو سره جنګ تراوسه نه دی ختم شوی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دغه هیواد په شمال ختیځ او جنوب کښې د امریکې نیواکګرۍ خطرناکې دي او باید ختمې شي. هغوي هم داشان د نرم جنګ او په سیمه کښې د خپلو اوزارونو او ورپورې د پيئلو غیرحکومتي سازمانونو په مرستې او  په اقتصادي اوزارونو او د کسانو په اخیستو سره هڅه کوي چې خپله سلطه او استعمار مسلط کړي.

فیصل مقداد زیاته کړه چې د امریکې حکومت په انساني ضده بندیزونو سره غواړي هغه څه چې په پوځي طریقو یې ترلاسه نه کړې شول، په بندیزونو سره یې عملي کړي.

 

 

ټیګونه