Dec 07, 2021 05:27 Asia/Kabul
  • تهران کښې د ایران له ولسمشر سره د سوریې د خارجه وزیر ملاقات

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او سوریط اړیکې سټراټجکې وبللې او د دواړو هیوادونو ترمینځ یې په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري برخو کښې د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او سوریط اړیکې سټراټجکې وبللې او د دواړو هیوادونو ترمینځ یې په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري برخو کښې د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د سوریې د خارجه وزیر فیصل مقداد په کتنه کښې، د سوریې په خاوره کښې د پردیو ځواکونو غیرقانوني شتون د سیمې د امنیت لپاره خطرناک وباله او ویې ویل: داعش د امریکایانو د لاسه جوړه کړې ډله ده او نن سبا په هرې سیمې کښې د داعش او امریکې شتون د ولسونو د امنیت، ثبات او سوکالتیا لپاره ستر تاوان دی.

په دغې کتنې کښې د سوریه خارجه وزیر هم په دې خبرې سره چې سوریه هوډمنه ده د دواړو ولسونو د ګډو ګټو په لړ کښې د تهران او دمشق د اړیکو د ورځ تر بلې پیاوړتیا لپاره د ملګرتیا ټول ظرفیتونه فعال کړي، وویل: د سوریې ولس به هیڅکله د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې او ملاتړونه هیر نه کړي.

 

ټیګونه