Dec 07, 2021 16:01 Asia/Kabul
  • مطلوب وضعیت په لور تلل باید د علم او نوښت په اساس وي

مطلوب وضعیت په لور د موجود وضعیت بدلون باید د علم او نوښت په اساس وي او په دې زمینه کې پوهنتون ، استادان او تکړه محصولین لوړرتبه رول لري .

داسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی وویل مطلوب وضعیت په لور د موجود وضعیت بدلون باید د علم او نوښت په اساس وي او په دې زمینه کې پوهنتون ، استادان او تکړه محصولین لوړرتبه رول لري .

ښاغلی رییسی د تهران د صنعتی شریف پوهنتون له استادانو او چاروالو سره په کتنه کې وویل په علم او ټیکنالوجۍ سره د صنعت او کرهڼې  او هغو صنایعو کې  چی زیات محدودیت او بایکاټ لري ، پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړې شي .

ښاغلي رییسی ټینګار وکړ پوهنتون د حکومت لپاره علمی ، فکری او تیکنالوجیکه ملاتړې دې چی په ټولو حوزو کې د حکومت فعالیتونه له زیات  دقت او سرعت برخمن کولې شی .

 

ټیګونه