Dec 07, 2021 16:45 Asia/Kabul
  • له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د اماراتو ګامونه

د اماراتو د ملی امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید ال نهیان هم وویل مونږه د دغې سیمې بچیان یو او یو برخلیک لرو ، نو ځکه د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا زمونږ په ایجنډا کې ده .

د اماراتو د ملی امنیت سلاکار تهران ته په یوه ورځنۍ سفر کې د ایران د ولسمشر او ملی امنیت سلاکار په شمول  د اسلامي ایران له چارواکو سره کتنه او د دواړو هیوادونود اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی په دغه کتنه کې جوته کړه د سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکي  د ایران د حکومت سیاست دې او په همدې دلیل  له اماراتو سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوو .

د اماراتو د ملی امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید ال نهیان هم وویل مونږه د دغې سیمې بچیان یو او یو برخلیک لرو ، نو ځکه د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا زمونږ په ایجنډا کې ده .

هغه له علی شمخانی سره هم په کتنه کې وویل ایران په سیمه کې د پیاوړی او ستر هیواد په توګه ځانګړې جیوپولیټیک موقعیت اود نړۍ د ختیځ او لویدیځ د ارتباط لاره ده .

دا په ۱۳۹۵ لمریزکال کې له اماراتو او عربستان سره د ایران په اړیکو کې د ځینو تاوتریخوالیو له رامینځته کیدا وروسته  تهران ته د اماراتو د لوړرتبه چارواکی سفر دې . په وروستیو میاشتو کې اماراتو د خپل بهرنی سیاست د انډول او سوریې په شمول ایران او د هغه متحدانو ته د نږدې کیدا لپاره پراخې هلې ځلې کړي دي . د اماراتو خارجه وزیر تیره اونۍ سوریې ته سفر او د دغه هیواد له ولسمشر بشار اسد سره یې کتنه او خبرې وکړې .

د ایران او اماراتو ډیپلوماټیک تعاملات هم په وروستیو میاشتو کې  په سیاسی او سیمه ایزو زمینو کې له ځینو اختلافی دوسیو سره سره زیات شوی دي چی د اړیکو د ښه کولو لپاره د دغو دو ګاونډیو هیوادونو د فیصلې ښودنه کوی .

دواړه لوری هڅه کوی خپلې اړیکي په دې ډول مدیریت کړي چی د تاوتریخوالی له زیاتیدا مخنیوې وکړي او په تجارتی او اقتصادی زمینو کې د دواړو هیوادونو له موجودو ظرفیتونو استفاده وکړي .

د دو ګاونډیو هیوادونو په توګه د ایران او اماراتو ګټې په سیاسی ، اقتصادی او امنیتی حوزو کې د دوه اړخیزو او سمیه ایزو اړیکو په پراختیا کې دي او داسئ ښکاری چی اماراتی چارږاکي دې نتیجې ته رسیدلي دی چی په خپلو ځینو تیرو کړچارونو او سیمه ایزو لورو نیونو کې بدلونونه رامینځته کړي .

د سیاسی چاروکارپیژاندې محمد مهدی مظاهری په دې باره کې وایی اماراتو ته ډیره ښه پته لیګیدلی ده چی نور له سیمې وراخوا قدرت په توګه د امریکا د ملاتړ نور نشته ، په دې اساس امارات هم باید د فارس خلیج د نورو عربو هیوادونو په توګه له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو او برابرولو لپاره وکړي .

 

 

ټیګونه