Dec 08, 2021 06:15 Asia/Kabul
  • د امریکا نوي بندیزونه له جدیت او ښه نیت سره تضاد لري

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا په ټویټر پیغام کښې د ویانا د خبرو اترو په بهیر کښې د ایران په څو کسانو او ارګانونو باندې د امریکا په نویو بندیزونو نیوکه وکړه .

هغه وویل امریکا حتی د ویانا د خبرو اترو په وخت هم د ایران پرضد د بایکاټونو له لګولو لاس نه اخلي .

خطیب زاده په دې خبرې سره چې امریکا د دغه مسلې د درک کولو جوګه نه ده چې د زیات دباو راوستل او  ډيپلوماټیکې خبرې د یوبل پرضد چارې دي وویل بایکاټونه  نه یوازې کومه رغنده چاره نه ده بلکې د ادعا وړ له نیت او جدیت سره په تضاد کښې ده .

 

ټیګونه