Dec 23, 2021 13:23 Asia/Kabul
  • د پیامبر اعظم(س) ۱۷نومې مانورې مځکنۍ مرحله پاي ته ورسیده

 د پيامبراعظم (س) ۱۷ نومې مانوره،د دوشنبې په ورځې تر پنځو ورځو لپاره، د فارس خلیج،هرمز تنګي په سواحلو او د هرمزګان،بوشهر او خوزستان ولایتونو په عمومي سیمو کې د سپاه پاسدارانو ، د هوافضا ،مځکني  او سمندري ځواکونوو او همداراز د ایران د بسیج ولسی ځواک ځینو کنډکونو په شتون سره  ترسره  شوه .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د مځکني ځواک د مختلفو یونټونو د شپې مهال پراخو جنګي مرحلو په بریالۍ اجرا سره،د پیامبر اعظم (س) ۱۷نومې مانورې مځکنۍ مرحله پاي ته ورسید.

دغه مرحله چې د ایران د جنوب په عمومي سیمې کې پیل شوي،نن سهار وختي په لومړنیو ساعتونو کې د شپې مهال دجنګي عملیاتو په اجرا او د کشتیو، زغروال، توپونو،ډرونز او یرغلګروچورلکو د یونټونودترکیبی تکتیکونو په  کارولو سره  پاي ته ورسیدل .

په دغې مانورې کې ګډون کونکي درست یونټونه او کنډکونو د شپې مهال په لازمو جنګي تجهیزاتو سنبال شوي وو، او په ښه توګه ئې  د مانورې موخې پوره کړائ شوې .

 دمانورې په نهائي  مرحلې کې  دسپاه د هوافضا ځواک یرغلګرو چورلکو دعملیاتو اجرا په بریالیتوب سره ترسره شوي او ددغه ځواک جنګي یونټونه ددغو تجهیزاتوڅخه په استفادې سره  توانیدلي  په ترټولو ښه توګه  د مانورې  دسناریو په اساس  ماموریت اجرا  کړي  .

ټیګونه