Jan 14, 2022 16:41 Asia/Kabul
  • د ایران اوپاکستان د سرحدی ملګرتیاو پراختیا او پیاوړتیا

د سیاسی مسلو کارپیژاندې نوذر شفیعی په دې باره کې باورې دې ، د پاکستان مذهبي مدرسې او په سیمه کې د افراط پالنې په پیاوړتیا کې د دغومدرسو ځای هغه مهمه موضوع ده چی د پاکستان دولت باید د هغې پاییلو ته ځانګړی کتنه ولرلې شی ځکه چی افراط پالنه پوله نه پیژنی او د درستې سیمې امنیت یې په نښه کړې دې .

 

د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان او د پاکستان د سمندري امنیت ادارې مشر د سرحد د مدیریت او د سمندر په حوزه کښې له دوه اړخیزه ملګرتیاو سره اړونده بدلونونه وڅیړل .

د ایران د سرحدي پولیسو قومندان سردار سرتیپ احمد علي ګودرزي پاکستان ته د سفر په لومړۍ ورځ د دغه هیواد د سمندري امنیت د ادارې کتنه وکړه او د پاکستان د سمندر ځواک له چارواکو سره یې خبرې وکړې .

د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان احمد علي ګودرزي او د پاکستان د سمندري ملي امنیت ادارې مشر امیرالبحر امین فواد بیګ د متقابل احترام او د ګډو ګټو او د برابرۍ د اصولو پراساس مکانیزم ته د رسیدا پرضرورت  په ټینګار سره د قضايي صلاحیت او د سرحدي بشپړتیا د رعایتولو ، د سمندري ملګرتیا لپاره د ضروري چوکاټ د رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اطلاعاتو د تبادلې په شان په موضوعګانو غور وکړ .

ګودرزي او امین فواد بیګ ټینګار وکړ د ایران او د پاکستان ترمینځ ګډ سرحد ته په پام سره  ضروري ده چې د مرستې او د ژغورنې د عملیاتو د ترسره کیدا ، د سرحدي جرمونو د مخنیوي او د سمندري ژواک چاپیریال د ساتنې د قانون د اعمالولو په زمینه کښې دوه اړخیزه ملګرتیاوې له مخکې څخه زیاتې پیاوړي شي .

د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو ترڅنګ د  انسان ، شیانو او سونګو قاچاق د ایران او پاکستان ترمینځ په مهمو امنیتی چیلنجونو کې شامل دي . له دې امله د ایران اسلامي جمهوریت په وچه او اوبو کې له پاکستان سره د امنیتی ملګرتیاو د پراختیا غوښتونکې دې .

د سیاسی مسلو کارپیژاندې نوذر شفیعی په دې باره کې باورې دې ، د پاکستان مذهبي مدرسې او په سیمه کې د افراط پالنې په پیاوړتیا کې د دغومدرسو ځای هغه مهمه موضوع ده چی د پاکستان دولت باید د هغې پاییلو ته ځانګړی کتنه ولرلې شی ځکه چی افراط پالنه پوله نه پیژنی او د درستې سیمې امنیت یې په نښه کړې دې .

ایران او پاکستان د څه د پاسه ۹۰۰ کلومیټره په ګډې پولې سره له افغانستانه د ترهه ګرو ډلو د نفوذ ګډه اندیښنه لری . په پاکستان کې قبیالی سیمې هغه سیمې دي چی ترهه ګرې او افراط پالې ډلې ورته پام لري تر څو په منظم کیدا سره ګاونډی هیوادونه له امنیتی ګواښونو سره مخامخ کړي . په همدې دلیل پاکسان او ایران په ګډو لارو چارو سره له مخکې زیات د افراطی او ترهه ګرو ډلو لپاره ډګر تنګ کړی . په دې زمینه کې سرحدی ، استخباراتی او امنیتی ملګرتیاوې له مخکې زیاتې ضروری دي .

د پاکستان د مسایلو کارپیژاندې علیرضا محرابی په دې باره کې باور لری ، پاکستان ، ایران ته د خپل امنیت د تامینولو د یوې مهمې مولفې په سترګه ګوری ، په عین حال کې د اسلام اباد کړچار په دې ډول وو چی د ایران ملی امنیت او ګټې یې له چیلنج سره مخامخ کړی او حتی په خطرې کې اچولی دي .

په هر حال په سیمه کې د افراط پالنې ودې او د هغو د ملاتړو لخوا د  داعش د ترهه ګرې ډلې شتون پیاوړتیا ته په پام سره داسې ښکاری پاکستان هم له مخکې زیات خپل  ملی امنیت په خطر کې وینی ، په همدې دلیل په ګډو پولو او درسته سیمه کې د پایداره امنیت د تامینولو لپاره امنیتی او استخباراتی ملګرتیا لپاره د اسلام اباد کړچار چی د ترهه ګرۍ د ټرانزیټ خنډ شي ، ضروری دې . هغه موضوع چی د لورو د ارادې په پیاوړتیا سره د امنیتی ملګرتیاو د پیاوړتیا او د ګډې مانورې په ترسره کولو سره د تحقق وړ ده .

 

ټیګونه