Jan 15, 2022 06:30 Asia/Kabul
  • د ایران او چین د اوږدمهاله موافقې د پلي کېدو بهیر پېل شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل سفر په پای کې خبریالانو ته وویل چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د ۲۵ کلني موافقې د پلي کېدو پیلیږي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له چینایي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته وویل: موږ موافقه وکړه چي د ایران او چین تر مینځ د اوږدمهالي موافقې د پلي کېدو بهیر پیل کړو.

هغه زیاته کړه: موږ د دې موافقې د پلي کېدو او همدارنګه د نړیوالو او سیمه ایزو موضوعاتو په اړه د چین ولسمشر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر «سید ابراهیم رئیسي» پیغام ور ورساوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چي په ویانا کې د بندیزونو د ختمېدو د مذاکراتو په هکله مو تفصیلي خبري وکړې، وویل: د چین او د روسیې استازي د ایران د ایټمي حقوقو څخه په دفاع او د بندیزونو د لیري کېدو په زمینه کې د ویانا په خبرونو اترو کې مثبت رول لوبوي.

هغه هیله وښوده چي لوېدیځ هیوادونه داسي یوې موافقې ته چمتو وي چي د ایران د ولس د ګټو تامینوونکی وي ځکه چي ایران په لنډه موده کې له یوې ښې موافقې څخه هرکلي کوي خو د امیرعبداللهیان په وېنا دا ټول د لوېدیځو هیوادونو حقیقي ارادې پوري تړاو لري.

 

ټیګونه