Jan 15, 2022 06:31 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتونو کې د ایران د غړیتوب پیسې به ژر دغه سازمان ته ورکول شي

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د امریکې ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: ایران تل د ملګرو ملتونو په سازمان کې خپل د غړیتوب لګښتونه له ځنډ پرته ورکړي دي.

د ایران استازی «مجید تخت روانچي» وویل: ایران تل په ملګرو ملتونو کې خپل د غړیتوب لګښتونه په وخت ورکړي دي خو دا دوهم کال شو چي د ایران په بانکي سیسټم باندې د امریکې د ظالمانه بندیزونو د امله ایران د ملګرو ملتونو د ادارې د غړیتوب د پیسو په ورکړه کې پاته راغلی دی.

هغه زیاته کړه: دا د امریکې پوري تړاو لري، وینو چي د امریکې ظالمانه بندیزونه، د انساني، درملیزو او روغتیایي توکو په برابرولو او حتی د ملګرو ملتونو د غړیتوب د پیسو په ورکړه کې هم خنډ رامینځ ته کړی دی.

تخت روانچي وویل: ایران د پیسو په ورکړه کې ستونزه نه لري، د ملګرو ملتونو له مسئولینو سره خبري اتري رواني دي تر څو د پیسو د انتقال لپاره یوه مالي چینل پرانیستل شي.

 

 

 

ایت ا... مکارم شیر

 

ټیګونه