Jan 15, 2022 06:33 Asia/Kabul
  • د اسلامي مذاهبو مقدساتو ته سپکاوی جواز نه لري

د اهل تشیع لوی مرجع ایت ا... مکارم شیرازي د اسلامي مذاهبو تر مینځ په یووالې باندې په تاکېد سره د نورو مذاهبو د مقدساتو سپکاوی ناروا وباله او د اهل تسنن او اهی تشیع د عالمانو تر مینځ د اصولي خبرو اترو په ضرورت تاکېد وکړ.

دغه ستر دیني عالم په ایران کې د اسلامي مذاهبو د نیږدې والې د نړیوالي ټولنې له سرمنشي حجت الاسلام «حمید شهریاري» سره په لیدنه کې دې ته په اشارې سره چي ځینې محدود افراط پاله کسان د اسلامي مذاهبو تر مینځ اختلافاتو ته لمن وهي، وویل: د اهل تشیع او د اهل تسنن د علماو او متفکرینو وېناوې باید د معیار په توګه په نظر کې ونیول شي، نه د افراط پالو د لږکیو نظریې او وېناوې.

هغه همدارنګه د اهل تشیع او د اهل تسنن د علماو او کارپوهانو تر مینځ اصولي خبري اترې او همږغیتوب یو لوی ضرورت وباله چي باید د اسلامي مذاهبو د نیږدېوالې د نړیوالي ټولنې له لوري تعقیب کړای شي.

د اهل تشیع دغه وتلي عالم یادونه وکړه چي د شریعت له نظره د نورو مذاهبو مقدساتو سپکاوی جایز نه دی او دغه شان اعمال اسلامي وحدت ته سخت زیان رسوي.

د اسلامي مذاهبو د نیږدېوالې د نړیوالي ټولني مشر هم د داعش د ترهګري ډلي په ماته کې د ایران د اسلامي جمهوریت رول او د شهید سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو رشادتونو ته په اشارې سره، وویل: په وروستیو کلونو کې د اسلام دښمنانو تل هڅه کړې چي د قومیت او د مذهب په نامه د مسلمانانو تر مینځ اختلاف واچوي، خو له نیکه مرغه په نړیواله کچه کې موږ د اسلامي وحدت د پیاوړي کېدو کتوونکي یو.

 

 

ټیګونه