Jan 15, 2022 13:23 Asia/Kabul
  • په نړيوال سمندر کښې د ايران د شتون مقصد امنيت دے

د ايران د فوځ د سمندري ځواک قوماندان د امنيت ټينګښت، د سمندر په سطح کښې له موجودو کيشتيو سره مرسته او ړ صلحې او دوستۍ له پېغام سره مل د نظام د اقتدار ښودل په آزادو اوبو کښې د ايران د شتون ځينې مقاصد دي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې اميرالبحر شهرام ايراني په لريو سمندرونو کښې د ايران د فوځ د سمندري ځواک د شتون مقاصدو ته په اشارې سره وويل: د سمندري سفر د تحفظ او امنيت ټينګښ او د دې موضوع اعلانول چې د ايران اسلامي جمهوريت په خاصه توګه د سمندر په برخه کښې په خپلو توانمنيو سره په هيڅ يوه سيمه کښې د شتون لپاره د هيڅ ډول محدوديت نه لري په زياترو فاصلو کښې د ايران د شتون ډېر مهم اهداف دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک قوماندان د دې به بيانولو سره چې ايران په يو لړ تدابيرو سره کولې شي د نظر وړ موجودو سيمو کښې شتون ولري زياته کړه د فوځ سمندري ځواک د ايران د وسله والو ځواکونو بهرنۍ غاړه ده او تل د دواړو ځواکونو ترمېنځ يعنې هم په سمندري برخه کښې او د سمندر د پاسه په فضائي برخه کښې نزدې غږملتيا او ملګرتيا شتون لري.

 

 

ټیګونه