Jan 15, 2022 15:30 Asia/Kabul
  • د ايران او چين ملګرتياوې، له متقابلو تاثيراتو سره مل سټراټيجک تعلقات

د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان چې د چين د خارجه وزير وانګ يي په رسمي بلنې د لوړ رتبه سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ بيجنګ ته سفر کړے ؤ پرون د دغه سفر په آخر کښې په يو ټوئيټ کښې وليکل، په دې سفر کښې مو دواړو لورو موافقه وکړه چې له نن جُمعې ورځې څخه د دواړو هېوادونو د سټراټيجکو ملګرتياو بشپړه موافقې د عملي کېدو شروع اعلانوو.

دغه سفر په بيجنګ کښې د خبرو اترو محورونو او د ايران او چين موافقو ته په پام سره له دوو اړخو اهميت لري.

وړومبے اړخ د ايران او چين په اقتصادي تعلقاتو کښې لوړه سطح ده چې د ملګرتيا د بشپړه سند په چوکاټ کښې له يو سټراټيجک اهميته برخوره ده.

د ايران او چين تعلقات څو برغه، ژور او مختلف اړخونه لرونکي دي. د ايران او چين د ملګرتياو بشپړه سند له دې لحاظه د لارې پوره نقشه ده. په دغه سند کښې په مختلفو برخو کښې او د چين د لارې د بېلټ آئيډيا کښې د ايران په برخه اخېستلو کښې اقتصادي اړخونو ته چې د سند اصلي محور دے خاصه پاملرنه شوې ده. ايران د کېسپيئن سمندر، فارس خليج او د عمان د سمندر ترمېنځ د ارتباط کړۍ ده. دغه ځانګړي موقعيت په مېنځ مهالو او اوږد مهالو اقتصادي پروګرامونو کښې د ايران مشارکت د چين په شمول د بهرنيو پانګه والو لپاره جذاب او انګېزه لرونکے کړےدے.

د دغه سفر اهميت دويم اړخ  د تهران او بيجنګ په سياسي تعلقاتو کښې د ملګرتيا د لوړې سطحې شتون دے. ايران او چين په نړيوال نظام کښې د دوو مهمو او تاثير کؤنکو هېوادونو په توګه په مختلفو برخو کښې د ملګرتيا د پراختيا او د سيمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره ګډې ګټې او اهداف لري او د يو اړخيز پالنې مخالف دي. په دې بنياد په سيمه ايزه او نړيواله سطح کښې د دواړو هېوادونو د ډېپلومېسۍ په اېجنډا کښې يو لړ مهم موضوعات شتون لري.

د ايران خارجه وزير پرون د چين  له حکومتي صلاحکار او خارجه وزير وانګ يي سره له کتنې وروسته وويل، تهران او بيجنګ د ويانا د خبرو اترو په اړه د صلاح مشورو او بشپړه ملګرتيا د پروګرام په شمول په يو لړ پراخو موضوعاتو کښې يوې مهمې اجماع ته اورسېدل.

دغه اندازه تعلقات په حقيقت کښې په سيمه ايزو او نړيوالو تعلقاتو کښې په يو بل باندې د اعتماد موضوع ده چې په دوو وجو د ودې او پراختيا وړتيا لري:

وړومبۍ وجه د څو اړخيزو تعلقات د جوړولو لپاره له ظرفيتونو څخه د هوشمندانه استفادې او په فرصت باندې د ګواښونو د بدلولو ضروري دے.تجربه ښودنه کوي چې په اوږده موده کښې په يو يا دوو قطبو باندې تکيه به د سياسي يا اقتصادي لوړو ژورو په مقابل کښې د اقتصادي او تجارتي وابستګۍ او د زيانمنېدو سبب شي.

دويمه وجه په نړيوال ډګر کښې او په تېره بيا په سياسي تعلققاتو کښې د انډول جوړولو په لړ کښې ختيځ ته د کتو په ډګر کښې له هېوادونو سره په تعلقات کښې د اقتصادي ونډې د پراختياپه اندازه د سياسي مانورې د قوت د زياتېدو ضرورت دے.

د دې تګلارې منطقي نتيجه په بهرنيو تعلقاتو کښې له سياسي او اقتصادي ګواښونو  سره د مقابلې د قوت زياتېدل او د سټراټيجکو ګټو ساتنه ده.

په مجموعي توګه ويلې شوو چې د چين په شان د اېشيا له سترو هېوادونو سره د ملګرتيا پراختيا به له مضبوطو سياسي تعلقاتو څخه د استفادې ترڅنګه د تېلو، ګېسو، بندرونو، ټرانسپورت  او د نويو ټېکنالوجيو د تبادلې په شمول په بېخ بناو کښې د پانګونې لپاره د نويو فرصتونو او زمينو رامنځته کېدو سبب شي.

همدارنګ ايران د ډېپلومېسۍ په برخه کښې ښودلې ده چې ټولنې لارې په لازمي توګه په واشنګټن او د ويانا په خبرو اتر نه تماميږي.

ايران او چين په دې پالېسۍ سره په «سياسی-اقتصادی»،«امنيتی-دفاعی» او «جيوپلېټېک-سټراټيجک» دريو لوړ سطحو کښې خپل تعلقات پراخه کړي دي او د پينځويشت کلن سټراټيجک سند عملي کېدل د دغه بهير د بشپړه کېدو په لړ کښې يومهم ګام دے.

---------

 

ټیګونه