Jan 15, 2022 16:14 Asia/Kabul
  • د پينځويشت کلن پروګرام عملي کېدل د اميرعبداللهيان د سفر يوه مهمه کاميابي وه

په چين کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير په يو ټوئيټ کښې وليکل، د پينځويشت کلن پروګرام عملي کېدل چين ته د اميرعبداللهيان د سفر يوه مهمه کاميابي وه.

د اېرنا د رپوټ له مخې محمد کشاورزاده همدرنګ وويل د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان نن له چين څخه ايران ته راستون شو.

هغه زياته کړه ايراني پلاوي چې په سياسي، اقتصادي، تيلي او بېنکي لوړ رتبه چارواکو مشتمل ؤ له چيني چارواکو سره ډېرې ښې خبرې اترې وکړې.

د ايران خارجه وزير چې د چين د خارجه وزير وانګ يي په رسمي بلنې د يو سياسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ چين ته لاړ ؤ پرون له خپل همرتبه سره د دواړو هېوادونو د ملګرتياو پينځويشت کلن پروګرام وڅېړۀ.

حسېن امير عبداللهيان د چين له خارجه وزير سره د خپلو تفصيلي ليدنو کتنوو وروسته وويل:  په دې سفر کښې مو دواړو لورو موافقه وکړه چې له نن جُمعې ورځې څخه د دواړو هېوادونو د سټراټيجکو ملګرتياو بشپړه موافقې د عملي کېدو شروع اعلانوو.

 

ټیګونه