Jan 16, 2022 15:16 Asia/Kabul
  • د ایران سمندري ځواک، په آزادو سمندرونو کښې د امنیت ساتونکی

د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان د امنیت ټینګولو او په سمندر کښې له موجودو کشتیو سره مرسته او هم داشان د صلحې او دوستۍ د پيغام له لیږلو سره مل د نظام د اقتدار ښودل، په آزادو اوبو کښې له شتونه د ایران اهداف وبلل

ایډمرل شهرام ایراني، په لرو سمندرونو کښې د ایران د سمندري ځواکونو د شتون موخو ته په اشارې سره وویل: د سمندر کچ کونې د امنیت ټینګول او د دې موضوع اعلانول چې د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو توانمنیو سره په تیره بیا په سمندري برخه کښې په هیڅ ځاې کښې د شتون لپاره هیڅ ډول محدودیت نه لري، په لازیاتو فاصلو کښې د ایران د شتون ډیر مهم اهداف وبلل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان په دې خبرې سره چې د ایران د سمندري ځواک او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ترمینځ هر ډول فعالیت او عملیات په غږملتیا، یوزړه توب او ملګرتیا سره بڼه نیسي، څرګنده کړه: دا غږملتیا لامل کیږي چې دښمن په سیسټم کښې هیڅ ډول خلل او هم داشان د سمندري ترهګرۍ په حوزه کښې چې په کښې ماهران دي، ناامني رامینځته نه کړې شي.

ایران له جغرافیايي نظره په یو حساس موقعیت کښې پروت دی، په شمال کښې کاسپین سمندر او په جنوب کښې فارس خلیج او عمان سمندر او د هرمز سټراټیجکه اوبلاره د ایران په واک کښې ده چې په لویدیځې آسیا کښې د دغه هیواد ډیر حساس او سټراټیجک موقعیت ښودنه کوي.

د ایران کابو ۹۰ فیصده تجارت هم د سمندر له لارې ترسره کیږی او دا په داسې حال کښې دي چې نړیوال سمندرونه د ترهګرۍ له ګواښ او سمندري غلا سره مخاخ دي. خو د ایران د سمندري ځواک پياوړی شتون سبب شوی دی چې دښمنان د دغه هیواد په اقتصادي لاره کښې کومه جدي ستونزه رامینځته کړي.

د ایران سمندري ځواک له اتیایمې لمریزې لسیزې څخه او په عدن خلیج او باب المندب کښې د سمدري غلا په زیاتیدو سره، دغې سیمې او نورو سیمو ته د یوې جنګي کشتۍ او یوې ملاتړي کشتۍ په چوکاټ کښې د سکواډرنونو لیږلو ته مخه کړې ده. له هغه وخت نه تراوسه پورې د ایران سمندري ځواکونو د زرګونو ایراني او حتی غیر ایراني تیریدونکو کشتیو ساتنه کړې او ډیر وختونه له سمندري غلو سره نیغ په نیغه ښکیل شوي دي او تښتول شوې کشتۍ یې آزادې کړې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سمندري اقتدار په پياوړتیا باندې په ځلونو ټینګار کړی دی. دوي په ۱۳۸۸ کال کښې د نوشهر د سمندري علومو په پوهنځي کښې ټینګار وکړ: سمندري ځواک نن سبا د دنیا په ډیرو سیمو او زمونږ په هیواد کښې یو سټراټيجک ځواک دی. د هیواد سویل ختیځ سواحل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري پوځ په واک کښې دي، ډیرې مهمې سیمې دي او د پرمختګ لپاره ډیرې ښې وړتیاوې لري، دغو ځایونو ته اهمیت ورکړئ. د خدای په فضل رامینځته شوي پرمختګ ته دوام ورکړئ، اوبتلونو ته اهمیت او توجه ورکړئ، د کشتیو دفاعي امکاناتو او تجهیزاتو ته په هر ځاې کښې په تیره بیا په جنوبي سمندرونو کښې پاملرنه وکړئ.

د ایران سمندري ځواک چې د بندیزي حالاتو باوجود، په کورني توان او ایراني ماهرانو باندې په تکیې سره یې خپلې وړتیاوې زیاتې کړې دي، په روان کال کښې وتوانیده چې د دې بریاؤ اوج وښايي. د ایران د سمندري ځواک ۷۵م سکوارډن د روان ۱۴۰۰ کال په غويي میاشتې کښې په ۱۳۳ ورځو کښې د ۴۵ زره کیلومیټره سمندري لارې په وهلو سره، د ۵۵ هیوادونو په خوا کښې تیر شو او د ایران د تاریخ ترټولو اوږد سمندري سفر یې په خپل نوم ثبت کړ.

نن سبا د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ سټراټیجک سمندري ځواک د کشتیو او اوبتلونو په شمول په ډول ډول ماډرن ځايي جوړو سمندري لانچونو باندې په سنبالیدو سره، په فارس خلیج او د هند سمندر په شمالي برخه کښې په یو ستر سمندري قدرت باندې بدل شوی دی چې دا اقتدار د ملي ګټو په ساتنې، دفاعي اهدافو او هم داشان له سمندري ترهګرۍ سره په مقابلې او په سمندرونو کښې د صلحې او امنیت په ټینګولو کښې ستر رول لري.

*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه