Jan 17, 2022 08:12 Asia/Kabul
  • افغان زده کونکي د یو ایراني شرکت په مرسته آنلاین زده کړې کوي

د افغانستان زده کونکي د یو ایراني شرکت په مرستې سره کولې شي په وړیا توګه په انټرنیټي کلاسونو کښې ګډون وکړي

د پریس ټي وي چینل د رپورټ له مخې افغانستاني زده کونکي په تیره بیا د لیسې د لیول جینکۍ چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ښوونځیو ته نه شي تلې، د فیلیمو ښوونځي آنلاین کلاسونو ته په وړیا لاسرسۍ سره، له زده کړې نه پاتې کیږي.

تیر ۲۰۲۱ کال د افغانستاني زده کونکو لپاره له لوړو ژورو او خنډونو ډک کال و. ډیر ښوونځي بند کړی شول او ډیر زده کونکي په تیره بیا نجونې له زده کړې پاتې شول او تراوسه ښوونځیو ته نه شي تلې.

خو اوس د ایران (فیلیمو) شرکت د افغانستاني زده کونکو لپاره د فیلیمو ښوونځي د برخې په پیلولو سره، زده کړې ته د هغوي د رسیدو لاره هواره کړې ده. افغانستاني زده کونکي له دغه سایټ څخه وړیا زده کړې کوې شي.

 

ټیګونه