Jan 17, 2022 14:00 Asia/Kabul
  • له ایټمي موافقې په وتلو کې د امریکا په سټراټیجیکې تیروتنې د سپینې ماڼۍ اعتراف

سالیوان د ویانا مزاکراتو ته په اشارې سره جوته کړه د دې دلیل چی مونږه نن په داسې شرایطو کې یو ، دا دې چی د امریکا پخوانی دولت چی له ایټمی موافقې ووته او مونږه یې نن بیه ورکوو .

له ایټمي موافقې د امریکا له غیرقانوني وتلو د دوه کلونو او نهه میاشتو په تیریدا اوایران پرضد د سختو دباونو له اعمالولو وروسته د امریکا دملی امنیت سلاکار جیک سالیوان د اتبار په ورځ په یوه مرکه کې اعتراف وکړ واشنګټن د برجام په اړه د امریکا د پخوانی دولت د غمیزناکې تیروتنې بیه ورکوی  .

سالیوان د ویانا مزاکراتو ته په اشارې سره جوته کړه د دې دلیل چی مونږه نن په داسې شرایطو کې یو ، دا دې چی د امریکا پخوانی دولت چی له ایټمی موافقې ووته او مونږه یې نن بیه ورکوو .

د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ برجام بدترینه موافقه بللی وه او بالاخره د ۲۰۱۸ میلادی کال د می په اتمه یې امریکا په غیرقانونی توګه او د نړۍ له پراخو مخالفتونو سره سره له ایټمی موافقې وویستله .

د ټرمپ دولت خپلو غیرقانوني غوښتنو ته د ایران د مجبورولو لپاره تهران پرضد د زیات نه زیات دباو په سیاست سره بې مخینې تورونه اجرا کړل  خو ایران دغو دباونو ته تسلیم نشو  او له بایکاټونواو دباونو سره سره د ټرمپ دولت د خپلې خوښې هیڅ هدف ته ندې رسیدلې او همدغه مسله له ساړه جنګ وروسته د امریکا د بهرنی سیاست په تاریخ کې یوه تر ټولو ستره ناکامی حسابیږی .

د امریکا خارجه وزیر بلینکن هم د سالیوان په شان له برجام په وتلو کې د امریکا په سټراټیجیکې تیروتنې اعتراف کړی دې . بلینکن د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۷ وویل  له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له موافقې  د امریکا وتل یوه ډیره ستره تیروتنه وه .

له ایټمی وتلو له وتلو د امریکا د خارجه وزیر د پښیمانۍ څرګندول په داسې حال کی دی چی د امریکا اوسنې دولت هماغه راز د پخوانی حکومت د زیات نه زیات دباو سیاست ساتلې دی . د بایډن دولت په تیریوه کال د ټرمپ د ولسمشرۍ د پړاو ټولو بایکاټونو ختمولو ته ندې حاضر شوې تر څو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپایین کې خپله ژمنه پوره کړی ، خو تراوسه یې دا کار ندې کړې . د ټرمپ دولت د بایکاټونو د یوې برخې په ساتلو د بایډن حکومت ټینګار په ویانا کې د بایکاټونو د لغوه کولو د مزاکراتو د پرمختګ یو خنډ دې .

د میشیګان پوهنتون د تاریخ استاد خوان کول وایی بایډن برجام ته د ستنیدا لپاره باید درې کارونه ترسره کړي ، د دغه حقیقت منل چی اوسنی رویه تیروتنه ده ، ایران پرضد دبایکاټونو لغوه کول او په نهایت کې د غیر ایټمی مسایلو څنګته کول .

ایران د ټرمپ د غیرقانونی اقدام او د اروپایانو د د بی عملی توب په غبرګون کې بالاخره د ۲۰۱۹ په می میاشت کې وویل نور د بډایول د ظرفیت ، فیصد او اندازې او ایټمی صنعت په پراختیا کې هیڅ محدودیت سره ندې مخامخ . د دې په ترڅ کې چی ایران د زیات نه زیات مقاومت د سیاست په غوره کولو سره له دغو بایکاټونو د تیریدا لپاره مختلفې رودې پرمخ نیولی او په اغیزمنه توګه یې د امریکا غیرانساني او غیرقانوني بایکاټونه شنډ کړي دي .

 

ټیګونه