Jan 18, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • په مشهد کې د سلیمانی د مفکورې او د فلسطین د مقاومت غونډه تر سره شوه

د ایران د اسلامي جمهوریت په مشهد ښار کې د غزې د ورځې په مناسبت د شهید سردار سلیمانی او د فلسطین د مقاومت غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه کې چي د رضوی د سپېڅلي حریم د موسسې له لوري تر سره شوه د ایراني شخصیتونو په هاخوا له بېلابېلو هیوادونو څخه بهرني شخصیتونه هم ګډون درلودل.

«لیلا مزبوتي» لبنانۍ لیکوالې په یاده غونډه کې وویل: سردار شهید سلیمانی د مقاومت د محور په پیاوړتیا کې اساسي رول درلودی، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د مشر په توګه د هغه تر ټاکلو وروسته په لږه موده کې لبنان د اسرائیلو له نیواکه خوشي شو.

مزبوتي زیاته کړه: مقاومت به د سردار سلیماني لاري ته دوام ورکړي، که څه هم ځینې عرب هیوادونه له صهیونیستي رژیم سره اړیکي ټینګي کړي بیا به هم د مقاومت ځواکونه د صهیونیستي رژیم د اشغال په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

فرانسوۍ ډایرکټري «کریسټین ګیوم» هم وویل: لکه څرنګه چي ارواښاد امام «خمینی» ره د اسلامي هیوادونو د وېښتیا سبب شو، شهید سردار سلیماني هم په اسلامي هیوادونو کې د مقاومت د پیاوړې کېدو سبب شو.

امریکایي لیکوال او مدني فعال «جان جیمز» د داعش ترهګریزو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: که په عراق او سوریه کې شهید سردار سلیماني رول نه وای لوبولای، د مسلمانان به له عام وژنې سره مخامخ شوي وای، او د داعش په مټ په مسلمانانو کې به د هلوکاسټ پېښه رامینځ ته شوې وای.

هغه زیاته کړه: شهید سردار سلیمانی څو اړخیزه شخصیت درلوده، په داسي حال کې چي متفکر، اتل او د پلان په جوړولو کې ماهر و، خو ډېر نجیب، خاکساره او زړور کس و.

 

ټیګونه