Jan 18, 2022 13:38 Asia/Kabul
  • د ایران او د روسیې ولسمشران به په سیمه ایزو او نړیوالو مسالو سلامشورې وکړي

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د روسیې سفیر وویل: سیمه ایز او اقتصادي مسالې به د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د خبرو اترو محور وي.

په تهران کې د روسیې سفیر «لوان جاګاریان» مسکو ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی سفر ته په اشارې سره، وویل: د دواړو هیوادونو ولسمشران به د زیاتو مسالو په هکله خبري اترې وکړي خو تر ټولو مهم یې سیمه ایز او اقتصادي موضوع ګاني دي.

هغه هیله وښوده چي د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو تر مینځ خبري اتري به په مختلفو ډګرونو کې د همکاریو د پراخېدو سبب وګرځي.

دغه روسی ډیپلوماټ دې ته په اشارې سره چي مسکو له تهران سره د اړیکو د جوړولو لپاره پوره چمتوالې لري، وویل: زه د دواړو هیوادونو تر مینځ په ټولو ډګرونو په تېره بیا په اقتصادي برخه کې د اړیکو په راتلونکی خوشبین یم.

 

 

 

 

ټیګونه