Jan 18, 2022 15:04 Asia/Kabul
  • د ایران او چین تر مینځ د اسټراتیجیک سند د پلي کېدو د بهیر پېلېدا، له مختلفو اړخونو مهمه موافقه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» چین ته د خپلي تیري اوونۍ د سفر په پای کې د تهران او بیجینګ تر مینځ د دواړو هیوادونو د استراتیجیکو همکاریو د سند د پلي کېدو په زمینه کې د موافقې خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت د لوړي شورا منشي «علی شمخانی» د دې موافقې د اهمیت په بیانولو کې ولیکل: په داسي حال کې چي چین د نړۍ دوهم ستر اقتصاد بلل کیږي د ایران او د چین تر مینځ د ۲۵ کلني استراتیجیکو همکاریو د موافقې پلي کېدا، هغه هم په داسي شرایطو کې  چي امریکا هڅه کوي د یواړخیز پالنې او زیات فشار په وسیله له دنیا سره د ایران اقتصادي تعاملات غوڅ کړي، د تهران لپاره یوه ستره استراتیجیکه بریا بلل کیږي.

اوږدمهاله همکاری، د اقتصادي لیدلورو له مخي، د سوداګریو او اقتصادي تعاملاتو په هاخوا، مختلفو ډګرونو کې د همکاریو لپاره زمینه برابروي او په سیاسي اړیکو کې تعادل راولي. په دومره لوړه سویه اړیکې له استراتیجیکو اهدافو برخمن دی چي په نورو زمینو کې د همکاریو تر څنګ د «شانګهای» د تړون په څېر په امنیتي ډګر کې هم د یو بل د ګټو تضمینوونکی ووسي، له دې نظره د ایران او چین ۲۵ کلنه موافقه د اسیایي ځانګړنو په محوریت سره د څواړخیزو همکاریو دوام دی،

لکه څرنګه چي تر دې مخکې د تاجیکستان په پلازمیني دوشنبې کې د شانګهای په تړون کې غړیتوب، د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په حضور کې د مشرانو له لوري تائید شو.

دغه استراتیجیک غړیتوب هم د ګاونډیتوب او هم د اسیا محور سیاستونو په لړ کې په څو اړخیزو همکاریو ډېر زیات اثر درلودلایشی او ایران کولایشي له دې موقعیت څخه د اقتصادي او سیاسي همکاریو لپاره کارواخلي دې ته په کتو سره چي چین هم د شانګهای د تړون یو مهم غړی دی.

په دې زمینه کې د اورېښم د لاري اقتصادي پروژې ته اشاره کولایشو چي د متقابلو سوداګریزو ګټو علاوه، له جیو پولوټیک اړخونو څخه برخمن دی.

نن سبا د اقتصادي اتحادیو او سیمه ایزو ملګرتیاو په زمینه کې د چین رول مضبوط شوی دی او د دې هیواد اقتصادي نرم ځواک د امریکې لپاره په یوه کابوس یا خپسکه بدله شوې ده.

د رهبری ستر مقام حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای د ۲۰۱۵ میلادي کال په فبرورۍ میاشته کې د چین له ولسمشر «شی جین پینګ» سره په لیدنه کې له نورو هیوادونو سره د امریکې او د ځینو هیوادونو غیر صادقانه همکاری او سلطه غواړي سیاستونو ته په اشارې سره، تاکید وکړ: دغه حالت سبب شوی چي خپلواک هیوادونه، له یو بل سره د زیاتو همکاریو په لټه کې شي، د ایران او د چین  تر مینځ د استراتیجیکو اړیکو لپاره ۲۵ کلنه موافقه هم په دغه چوکاټ کې تر سره شوې ده چي د دواړو لورو په جدي تعقیبونو سره عملیاتي بڼه غوره کړي. د چین ولسمشر هم په یاده لیده کاته کې د ایران جغرافیایي، انساني او انرجیو ډکر کې د ایران وړتیاو او ځانګړنو ته په اشارې سره وویل: د چین او د ایران اقتصاد د یو بل بشپړه کوونکی دی او په دې سفر کې د ۲۵ کلنو استراتیجیکو همکاریو لپاره موافقې ته ورسېدو او د استراتیجیکو ملګرو په کچه فرهنګي، روزنیز، ټکنالوجیکل، فوځي او امنیتي ډګرونو کې د همکاریو پراختیا ته چمتوالې لرو.

دغو ځانګړنو ته په اشارې سره ویلایشو: د چین او ایران د اوږدمهاله ملګرتیا د سند د پلي کېدو د بهیر پیلېدا دوه ځانګړي پیغامونه لري:  لومړی دا چي د ایران د اقتصادي او د سیاسي اړیکو لمنه ډېره پراخه ده او امریکا په خپل خیال سره نه شي کولای ایران له تنګسیا او محاصرې سره مخ کړي.

ددې موافقې دوهم پیغام د ایران په دیارلسم دولت کې په فعاله سیمه ایزي ډیپلوماسی تاکېد دی چي د متقابلو ګټو او احترام په چوکاټ کې له خپلواکو هیوادونو سره پلي کیږي. د ایران او چین تر مینځ داسي یوه اوږدمهاله ملګرتیا د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتجیکو ګټو تامینوونکي دي، داسي دوه هیوادونه چي د اسیا-پېسیفیک په سیمه کې له لرغوني تمدن او تاریخ څخه برخمن دي.

دغ اوږدمهال همکاری کولایشي د چین او ایران په اړیکو د بدلون او د نوی پړاو سریزه وي چي په اسیا کې په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د پیاوړیو او ستر قطبونو د رامینځ ته کېدو سبب وګرځي.

 

 

 

 

 

ټیګونه