شمخاني:
د ایران او روسیې ملګرتیا د امریکې یواړخیز سیاستونه له زوال سره مخ کړي دي
د ایران د ملي امنیت د شورا منشي وویل: په مهمو برخو کښې له روسیې سره د ایران مشارکت د امریکې یواړخیزپال سیاستونه له زوال سره مخامخ کړي دي
علي شمخاني روسیې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر په درشل کښې، په یو ټویټ کښې دغه سفر د نوو کامیابو تجربو زمینه جوړونکی وباله.
هغه بیګا په خپل ټویټر باندې، په دې خبرې سره چې په مهمو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو کښې له روسیې سره د ایران مشارکت او ملګرتیا، د امریکې یواړخیز پال سیاست له زوال سره مخامخ کړی دی، څرګنده کړه: د دواړو هیوادونو اوږدمهاله اقتصادي ملګرتیاوې د نویو کامیابو تجربو د رامینځته کیدو لاره هوارولی شي.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د خپل روسي همرتبه ولادیمیر پوټین په رسمي بلنه، د دواړو هیوادونو د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پراختیا په لړ کښې نن ماسکو ته ځي.
په دغه سفر کښې د ایران د بهرنیو چارو، تیلو او د اقتصادي او مالیې د چارو وزیران هم د ولسمشر ملګرتیا کوي.