Jan 19, 2022 07:53 Asia/Kabul
  • د یمن محاصره او ورباندې حمله د کړکیچ حل لاره نه ده

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د یمن کلابندول او ورباندې پوځي حملې د دغه هیواد د کړکیچ حل لاره نه ده او دا ډول اقدامات په سیمه کښې د شخړې د لمنې د پراخیدو سبب کیږي

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د یمن کلابندول او ورباندې پوځي حملې د دغه هیواد د کړکیچ حل لاره نه ده او دا ډول اقدامات په سیمه کښې د شخړې د لمنې د پراخیدو سبب کیږي

سعید خطیب زاده زیاته کړه: ایران تل د یمن د خلکو د کلابندۍ د ختمولو، د جنګ د بندولو، په کورنیو چارو کښې یې د مداخلې نه کولو او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي د ساتلو په هکله د سیاسي حل لارې د نوښت ملاتړ کړی دی او په یمن کښې د انساني غمیزې د زیاتیدو په مخنیوي باندې ټینګار کوي.

خطیب زاده په سیمه کښې د شخړو د زیاتیدو په هکله هم وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل ټینګار لرلی چې د سیمې د هیڅ کوم بحران د هواریدو لاره، جنګ او تاوتریخوالی نه دی او یوازې په قراره او د شخړې او تشدد نه په پاکه فضا کښې په سیمه کښې د صلحې د ټینګیدو هیله کیدې شي.

 

ټیګونه