Jan 19, 2022 07:56 Asia/Kabul
  • د مقاومت جبهه ورځ تر بلې پياوړې کیږي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان مرستیال وویل: د مقاومت جبهه د شهیدانو د وینې په برکت جوړه شوې ده او او د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره ورځ په ورځ لا پياوړې کیږي

سردار علي فدوي پرون مازیګر د خوزستان ولایت په اهواز ښار کښې د شهید اسماعیل دقایقي د لمانځونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل: جنرال اسماعیل دقایقي د عراقي مبارزانو د بدر ځواک د نورو شهیدانو په ملتیا د دې اسلامي نظام د دفاع په لاره کښې خپل ژوند وړاندې کړ او تراوسه د مقاومت ډیرې جبهې جوړې شوې دي او د هغو لاره په یو بل میدان کښې دوام مومي.

د سپاه پاسداران د مشر قومندان جانشین په دوام کښې وویل: د مقاومت اصلي جبهه نن سبا د بدر ځواک او د نورو شهیدانو د وینې په برکت لا پياوړې شوې ده او شک نشته چې دا ویاړونه د دغو لوړ مقامه شهیدانو د قربانیو پامته داره دي.

سردار فدوي زیاته کړه: د بدر ځواکونو د شهیدانو لاره به د مقاومت په جبهه کښې د هغوي د ملګرو له خوا د دښمنانو تر بشپړې ماتې پورې دوام ولري او دا لاره به هیڅکله بنده نه شي.

 

ټیګونه