Jan 19, 2022 11:56 Asia/Kabul
  •  د ایران او روسیې سټراټژيک نظر ددواړو هیوادونو په نوو اړیکو تکیه ده

 امیر عبداللهیان روښانه کړه ،  اسلامی ایران تل د ښه ګاونډيتوب ، باؤرجوړونې  او له ګاونډیانوس ره  دخبرواترو په پیاوړي کولو کې پر خپل اصولي سیاست ټيڼګار درلودلی  او د تل پاتې امنیت ترلاسه کیدا ، د سولې ، مشارکت او ملګرتیا له لارې  پرته ممکن نه ګڼي .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  روسیې ته د ایران  د ولسمشر  د نننی سفر  مهمو اړخونو ته په اشارې سره  ووئيل د ایران د اسلامی جمهوریت اصولی دریځ ،دس یمې د هیوادونو له خوا د سیمې د امنیت تامینول  او د متقابل  احترام په اساس د ګډو ګټو ترلاسه کول دي .

 امیر عبداللهیان روښانه کړه ،  اسلامی ایران تل د ښه ګاونډيتوب ، باؤرجوړونې  او له ګاونډیانوس ره  دخبرواترو په پیاوړي کولو کې پر خپل اصولي سیاست ټيڼګار درلودلی  او د تل پاتې امنیت ترلاسه کیدا ، د سولې ، مشارکت او ملګرتیا له لارې  پرته ممکن نه ګڼي .

 د  ایران خارجه وزیر  په دې خبرې کولو سره چې ایران  مخکې  د سیمې له هیوادونو سره د سیمه  ایزو ملګرتیاؤ نوښت  او دسیمه ایزو خبرواترو  د ټولګې دجوړیدا آئيډیا وړانډې کړې ده ، زیاته کړه ، د ایران موخه ، دسیمې د امنیت اوثبات  ساتل دي او په همدې خاطر ئې په سیمه ایز ګډون او  له سیمې د ورآخوا  په ملاتړ سره  دفارس خلیج  دامنیتی نظام د رامینځةکولو لپاره  روسیې ته یو پلان وړاندې کړی ، چې  په مختلفو پړاؤنو کې پرې   څيړنې او ارزونې شوي دي .

 د ایران خارجه وزیر ټينګار وکړ،  په تهران او ماسکو کې ډول ډول سټراټژيکې موضوعګانې  شته  او د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد امریکا یواړخیزو بندیزونو  له امله محدودیّتونو ته په پام سره ، له روسیې سره د صادراتو او وارداتو په زمینې کې  دملګرتیا لپاره  ددواړو هیوادونو  دحکومتي او خصوصي برخو  له خوا ډيره ګروهنه موجوده ده .

 

ټیګونه