Jan 19, 2022 12:12 Asia/Kabul

 د مرتضوي په وینا تر سبا یعني پنجشنبې پورې به  دغه اوبه د ایران پولو ته ورسیږي  او د  سیستان  او بلوچستان  خلک به ورڅخه استفاده وکړي . 

زمونږخبریال راپور راکړ ، په افغانستان کې د اسلامی ایران د سفارت مرستیال سید حن مرتضوي نن سهار په یولړ څرګندونو کې د افغانستان د کمال خان ډیم  د اوبو دریچو یا  ورونو د  پرانیستل کیدا او د ایران د اسلامی جمهوریت د پولو په لور د اوبو د روانیدا خبر ورکړ او  وې وئيل ، د ایران او افغانستان په مشورو سره  تهران ته د  طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت د سرپرست  امیر خان  متقي  په سفر کې  او دغه راز  په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره  دخبرواترو په دوام کې ، طالب مشرانو د  کمال خان ډیم د دروازو  یا ورخونو د پرانیستو حکم صادر کړی   او د ایران داسلامی جمهوریت د پولو په لور  اوبه پریښودل شوي دي . 

 د مرتضوي په وینا تر سبا یعني پنجشنبې پورې به  دغه اوبه د ایران پولو ته ورسیږي  او د  سیستان  او بلوچستان  خلک به ورڅخه استفاده وکړي . 

د هیرمند د تړون په اساس ،  د هیرمند سین  له اوبو دایران ونډه  په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میترو په اندازه  ده چې په هرسیکنډ کې   کابو شپږ مکعب میټره  کیږي ، البته  په مختلفو فصلونو او میاشتو کې  فرق کوي . لکه څنګه  چې دغه سین د سیستان   له مختلفو وچو او اوبی سیمو تیریږي، د ایران د جنوب ختیځ د څښاک ، کرهڼيزو او صنعتي  اوبو په تامینولو کې   مهم دی .

د  افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي  حسن کاظمي قمي د ایران دناسلامی جمهوریت د حقابه  په باب دتړون په احترام   ساتلو کې د طالبانو د اقدام قدرونه وکړه .

 

ټیګونه