په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ کوټلي خبرې هماغه راز دوام لري
د ایران د خارجه وزارت د ویندوي سعید خطیب زاده په وینا ، د متن هغه زیاتونکي برخې چې د موافقې په متن کې اختلافي موردونه حسابیږي ، پاک شوي او د آئيډیاؤ په باب موافقې د کلمو او جملو باندې د بدلیدا په حال کې دي .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو د خبرواترو اتم پړاؤ په ویانا کې دوام لري او د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ا یران په ضد دبندیزونو دختمولو لپاره د خبرواترو دغه پړاؤ په پنځه ویشتمه ورځ خپل اوج ته په رسیدا دی .
دغه ناستې د هغې موافقې په اساس ترسره کیږي ، چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن په تر ټولو وروستۍ غونډې کې شوي او لورو د غیر قانوني او ظالمانه بندیزونو دلغوه کولو موضوع پر لومړیتوب ټينګار کړی دی .
د خبرواترو د تم پړاؤ له پیله تر تردې دمه د احتمالی موافقې د اجرائي ترتیباتو په باب د کارپيژندنې دوې غونډې شوي دي .
مرکچي ټيمونه مني چې په خبرواترو کې یو لړ پرمختګونه شوي دي او دغه خبرې اترې پر مخ روانې دي .
د ایران د خارجه وزارت د ویندوي سعید خطیب زاده په وینا ، د متن هغه زیاتونکي برخې چې د موافقې په متن کې اختلافي موردونه حسابیږي ، پاک شوي او د آئيډیاؤ په باب موافقې د کلمو او جملو باندې د بدلیدا په حال کې دي .
خطیب زاده وئيلي دي ،هغه څه چې د اساسی موضوعګانو پاتې برخې دي ، په ځانګړي ډول خاصو سیاسی فیصلو ته اړتیا لري او امریکا باید د پاتې مسئلو او د بندیزونو دلغوه کیدا په باب خپلې فیصلې زر ترزره اعلان کړي .