Jan 20, 2022 07:52 Asia/Kabul
  • د ايران او روسيې ځانګړي روابط د سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: له روسيې سره د ايران د تعقاتو پراختيا لپاره هيڅ محدوديت موجود نه دے او د تهران او ماسکو ځانګړي روابط د د سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې دي.

د ولسمشر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي پرون په ماسکو کښېد روسيې د ولسمشر ولاديمير پيوټن په کتنه کښې په سيمه او نړۍ کښې د ايران او روسيې دوو قوتونو تاثير کؤنکي کردار ته په اشارې سره په سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو کښې د دواړو هېوادونو ګډ ادارک د ګډو ملګرتيا زمينه برابرؤنکے وبلۀ او زياته يې کړه، د ايران او روسيې روابط د سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې دي.

هغه له ګاونډي او همپيمانه هېوادونو سره له زيات نه زيات تعلقات د ايران د اسلامي جمهوږريت د سياست د ترجيحاتو برخه وبلله او وې ويل، د ايران او روسيې د دوه اړخيزو ملګرتياو مضبوطوالے به د دواړو هېوادونو د اقتصادي ترقۍ او د سيمې او نړۍ د امنيت د زياتېدو سبب شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له ترهه ګرۍ او د نشه ايزو موادو له منظمه قاچاق سره مبارزه د ګډو ملګرتيا يو محور وبلۀ او وې ويل: په سوريې کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د ملګرتيا کاميابه تجربه په قفقاز او افغانستان کښې هم استعمالېدې شي.

رئيسي همدارنګ په افغانستان کښې د پائېداره ثبات او امنيت يوازېنۍ لار د ټولو قامونو او ډلو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت تشکيل وبلله او تاکيد يې وکړ، ايران له تېره څلوېښتو کلونو راهسې لکه د روسيې د امريکې په وړاندې ټينګ ولاړ دے.

ولسمشر همدارنګ د آستانې خبرې اترې د سوريې د مسئلې د ډېپلومېټک هواري لپاره يو مناسب چوکاټ وبلۀ.

 

ټیګونه