Jan 20, 2022 11:54 Asia/Kabul
  • ایران ، چین او روسیه سبا ګډه پوځي مانوره ترسره کوي

ایران پریس خبري اژانس وايي د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال د سمندري امنیت د کمربند د مرکب پوځي مانوره د ایران د چین او د روسیې په ګډون سره د هند اوقیانوسیې په شمال کښې پیلیږي .

د ۲۰۲۲ میلادي کال د سمندري امنیت د کمربند د مرکب د مانورې ویاند دوهم (۲)امیر البحر مصطفی تاج الدیني د  روسیې له همڅنګ سره په خبري کانفرنس کښې د دغه پوځي مانورې په هکله چې د ایران د چین او د روسیې په ګډون له سبا څخه د هند  اوقیانوسیې په شمال کښې پیلیږي وویل دا دریمه (۱) مرکبه پوځي مانوره ده چې د چین د روسیې او د ایران په ګډون سره ترسره کیږي او په راتلونکي کښې به هم دوام ولري .

هغه وویل په دغه پوځي مانورې کښې به د ایران د اسلامي  انقلاب د سپاه پاسدران د سمندري ځواک او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري عسکرو جنګي کشتۍ او د روسیې او د چین جنګي کشتۍګډون وکړي .

د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲)میلادي کال د سمندري امنیت د کمربند د مانورې ویاند دوهم (۲) امیر البحر مصطفی تاج الدیني دغه راز وویل دغه پوځي مانوره د سولې او د امنیت لپاره د یوځاې په شعار سره په اولس زره (۱۷۰۰۰) مربع کلومیټره پراخوالي سره د سولې او د دوستۍ په پیغام سره ترسره کیږي .

تاج الدیني وویل د دغه پوځي مانورې د ترسره کولو هدف په سیمه کښې د امنیت او د هغه د بنسټ پیاوړي کول ، د دریو (۳) هیوادونو ترمینځ د څو اړخیزه ملګرتیاو پراخول ، له  سمندري امنیت او نړیوالې سولې په ګډ ملاتړ کښې د ایران د چین او د روسې د ښه نیت او د توان نندرې وړاندې کول او په ګډ راتلونکي سره د یوې (۱) سمندري ټولنې رامینځته کول دي .

 

ټیګونه