Jan 20, 2022 12:13 Asia/Kabul
  • سي این این ټیلي ویژن د روسیې او د اوکراین ترمینځ شخړه زیاتوي

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا سي این این ټیلي ويژن د روسیې او د اوکراین ترمینځ د شخړې د زیاتولو لپاره د هڅې په لړ کښې راپور ورکړ چې د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې د پوځیانو دیره کیدل کابو بشپړه شوي دي .

د اوکراین د دفاع وزارت د جاجونې پراساس چې د امریکا سي این این ټیلي ويژن ته ورکړل شوي ده اوکراین ته نږدې د روسیې د فیډراسیون د ځمکنیو ځواکونو کامل شمیر څه د پاسه یولک شل زره (۱۲۰۰۰۰) دی چې د نورو سمندري او د هوايي ځواکونو په شمیرلو سره د ټولو پوځیانو شمیر څه د پاسه یولک اوویشت زره (۱۲۷۰۰۰) تنو ته رسیدلی دی .

اوکراین ادعا کوي چې د روسیې په سیاستونو  کښې دغه اقدامات او بدلونونه د اروپا د لوې وچې د امنیت د تضمینولو لپاره په هڅې کښې د امریکا د وړتیاو د محدود کولو په هدف سره ترسره شوي دي .

د امریکا سي این این ټیلي ويژن په خپلې جاجونې کښې ادعا کړي ده چې روسیه د اروپايي اتحادیې د ویشلو او د کمزوري کولو هڅه کوي .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف هم په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ماسکو په اوکراین باندې حمله نه کوي وویل د اروپا امنیتي حالت د امریکا او د ناټو د سیاستونو او د اقداماتو په دلیل کړکیچن شوی دی .

اوکراین ، امریکا ، ناټو او د واشنګټن ځینې لویدیځ هم تړونه هیوادونه په داسې حال کښې ادعا کوي چې روسیه په اوکراین باندې د برید نیت لري چې د ماسکو لوړرتبه چارواکو په ځلونو په صراحت سره ویلي دي چې دا ډول پروګرام د کریملین په اجنډا کښې نشته .

 

ټیګونه